|
په افغانستان کې د ژورناليستانو سره د زور زياتي پېښې زياتې شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د مطبوعاتو د څارنې اداره وايي په افغانستان کې دتير کال په پرتله سږکال د ژورناليستانو سره د زور زياتي پيښى زياتي شوى. دغې ادارې تيره ورځ وويل په ډېرو برخو کې له ژورناليستانو سره د دولتي ځواکونو لخوا زور زېاتئ کيږي . داطلاعاتو او کلتور وزارت ددې رپوټ په منلو سره وايي چې په دې برخه کې تر يوې اندازې په خپله ژورناليستان هم ملامت دي . دمطبوعاتو دڅارنې ادارې ددغه رپوت له مخې په ٢٠٠٥ کال کې د ژور ناليستانو سره د زور زياتي، تښتولو او وهلو ټکولو تر ٢٥ زياتې پېښې رامينځ ته شوي چې دوژنې دوه پېښې هم پکې راځي . رپوټ په نورستان ولايت کې دولسي جرگې د يوې کانديدې سره ديوه ژورناليست او فلم اخېستونکي دتښتولو، همدارنگه دآينى او طلوع تلوپزونونو او افغان غږدوه دوه خبريالانو دوهلو ېادونه کړې چې ورسره د امنيتي چارواکو لخوا ناوړه چال چلند شوئ . په دې برسېره په کنړکې څه موده وړاندى دازادئ راډيو ددو ژورناليستانو دتښتولو، په کابل کې دعلي محقق نسب بندي کول او په کابل اوهرات کې دېو شمير نورو خبري ادارو د ژورناليستانو وهل ټکول هم دېادولو وړدي. په جلال ابادکې ژورناليست عزت الله ځواب او په کابل کې دکليد راډيو خبريال کنشکا دوه هغه ژورناليستان دي چې پدې وروستېو کې د زور زياتي سره مخا مخ شوي. ځواب وايي چې د انتقادي مقالو په خپرولوسره وتښتول شو او او س هغه ډول ازاد ې خپرونې نشي کولاى. خو امنېتي چارواکي وايي افغانستان کمه موده کېږي چې له جگړې را وتلى نو ددغه ډول پېيښو راميېنځ ته کيدل ډيره غيره عادي خبره نه بريښى خوزېاتوي چې په وار وار ېې امنيتي اداروو ته لارښونه کړې چې دژورناليستانو سره دې له ښه چال چلند څخه کار واخلى چې په دي برخه کې ددفاع وزارت لخواد بېلابيلو ولاېتي ادارولپاره دمطبوعاتي اړيکو په برخه کې د څلوېښتو افسرانوروزل شامل دي. دژورناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحيم الله سمندر وايي سږکال دتير کال په پرتله دژورناليستانو د زورونې نوې خطر نا که ډول پېښې رامنڅ ته شوي لکه د څو ژورناليستا نو تښتول او وژل کېدل . ښاغلئ سمندر زياتوى چې سږکال د سپټمبرپه مېا شت کې له پنځو زېاتې پېښې يواځي په هرات کې رامېنځ ته شوي او وايي چې د بېلا بېلو ورته پېښو په اړه ېې همغه مهال له اړوندو دولتي ادارو سره پرې خبرې کړي خوڅر گندوي چې په افغانستان کې داوږد مهالې جگړې دتېرېدو له کبله يوشمير کسان لاهم ددې توان نلري چې په آزاد ډول د خلکو نظر څرگند کړي اووايي تر ډيره يو شمير ژورناليستان هم فکر کوي چې دوى هرڅه کولاي شي چې دا په خپله دژور ناليستانو پړه بولي خو وايي چې قانو ن باېد په پام کې ونيول شي. داطلاعاتو او کلتور دوزارت مرستيا ل فاضل سنچارکي دد خبرې په منلو سره وايي تريوې اندازې د تاو تريخوالي ستونزه د مسلکي ژورناليستانو د نشتوالي له کبله هم رامنڅ ته شوې چې تر ډېره دژورنالېزم له اصولو پوره خبر نه وي چې دځينو موضوعگانو په خپرولوسره امنيتي څواکونو ته پلمه په لاس ورکوي. داطلاعاتو او کلتور وزارت مرستېال وايي له دې اند يښنې سره سره چې سږ کال د ژورناليستانو سره د تاو ترېخوالي زياتې پيښي رامينڅ ته شوى واى چي يو شمير ژورناليستان له دې کبله له زور زياتي او پوښتنو سره مخ کيږي چې دقوي اسنادو نه پرته ځېنى رپوټونه خپروي چې د شکاېت کونکي لپاره قانع کونکئ ځواب نلري . خو دافغانستان دمطبوعاتو په قانون کې د بېان ازادي څرگنده ده او ژورناليستان کولاى شي د قانون په دننه کې په هر ډول موضوعگانو باندې رپوټونه جوړکړي خو لېکوال اوژورناليست فضل رحمن اوريا وايي لاهم دغې ازادئ په وړاندې ځينې خنډونه شته چې تر ليرې کيدو به ېې ژورناليستان له زورزياتي سره مخامخ وي خو وايي چې باېد ژورناليستان ونه ويريږي او واقيعتو نه په ازاد ډول په ډاگه کړي. خو ډير شمير ژورناليستان بېا وايي چې دځينو سيمه ايزو پوليسو او چارواکو له خوا ډير مهال د خبري رسنيو کارکونکي له گواښ سره مخامخ وي او وايي چې دهمدې ډول گواښونو او خطرونو له ويرې له ځينو موضوعگانو سره سر سري چلند کوي او ځينې شېان له ويرې نشي خپرولاى . همدا خبره د طلوع تلويزون خبرېال سېد سلېمان اشناهم کوي چې په خپله هم تهدېد شوى وو. دئ وايي دا مهال ځېنې خبرې نشي کولاى چې کيداى شي وروسته ېې زمينه برابره شي. يو شمېر کار پوهان په دې باور دي چې لاهم پوليس په دې بر خه کې پوره ندي روزل شوي چې د ژورناليستانو سره له کوم ډول چلند نه کار واخلي . ځېنې وخت لفظي شخړه اخ او ډب ته رسيږي. د ژورناليستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحيم الله سمندروايي ځينې پوليس ژورناليستانوته په ښه نظر نه گوري او ژورناليستانو باندې د تروريست شک کوي چې با يد په دې فکر کې بدلون راشي . د اطلاعاتو اوکلتورد وزارت مرستېال سنچارکي وايي څو ځله ېې د پوليسو له چارواکو سره پدې هکله خبرې کړي چې د ژورناليستانو سره باېد ددوى پولېس ښه چلند وکړي. نو داچې سږکال د تېر کال په پرتله دژور ناليستانو سره د زورزياتي ډيرى اونوې ډول پېښې رامينځ ته شوي د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ورته څه کړي دوزارت مرستېال وايي چې د ټولو پېښو په اړه ېې چټک غبرگون ښکاره کړئ او تردې مهاله هڅې کوي د ښڅو دحقوقو دمجلي چلونکئ علې محقق نسب راخوشي کړي نوموړئ په خپله مجله کې اسلام ته د سپکاوي په تور په دوه کلن بند محکوم شوىږ ښاغلئ سنچارکي واى تر دې مهاله ددوي هڅو ښې پاېلې درلودې. ډير شمير ځورول شوي ژورنالستان وايي دکلتور وزارت او دژورناليستانو څخه ددفاع ټولنوددوى سره دشوي چال چلند نه وروسته ددوي د حېثېت د پر ځاې کولو لپاره څه ندي کړي . چې له کبله او س دوى ويريدلي او نشي کولاې په ډاډه زړه رپوټونه ورکړي خو رحيم ا للله سمندر واېي اوس مهال دغه کار شونئ ندى ځکه لاهم داسې محکمه نشته چې د ژورناليستانو د حيثيت داعاده کولو لپاره دې ترې غو ښتنه وشي. خو له دې هر څه سره سره د طالب رژېم تر ړنگېدو وروسته افغانستان په سيمې کې ددرې سوو په خوا او شا کې مجلو ،ورځپاڼو جريدو راډيوگانو او تلويزونونو خاوند دئ چې په سلگونو ژورناليستان په کې په دندو بوخت دي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ېې په دغه جنگ څپلي هېواد کې ستر مثبت بدلون بولي خو د ژور ناليستانو سره د تاو تريخوالي پېښې يواځې په افغانستان پوري ند ي محدودې بلکې د بې پولې ژورناليستانو ټولنې په خپل رپوټ کې تېرکال په ټوله نړئ کې د ژورناليستانو لپاره دتاوتريخوالي نه ډک کال ښولئ. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||