|
ډله ييزي رسنې: څلورکلن پرمختگ او پاتي ننگونې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د آيينۍ د خصوصي ټلويزيون دا خبرتيا چي، خلک د راتلونکي اووني پارلماني او ولايتي ټاکنو کي گډون ته وربولي - افغانستان کي د رسنيو اوسنۍ بوختيا څرگندوي. د ټاکنو بلنه، ورځپاڼو کي هم څرگند ځاي لري، هيواد حکومت ورځپاڼي په غټو ټکو، رايه ورکوونه - ملي دنده بللي ده. خو له ټاکنو سره انديښنۍ هم تړلي دي. د دوشنبۍ په ورځ ځينو ورځپاڼو د کانديدانو له نوملړه د ٢٨ نومونو د ايستلو لاملونه پوښتلي دي. څراغ غيرحکومتي ورځپاڼي ليکلي، ولۍ دغو کانديدانو ته د دفاع فرصت ندي ورکړل شوي؟ ټاکنيزي منډۍ ترړلۍ هم ناانډوله بلل کيږي، د ارادۍ ناحکومتي ورځپاڼي په ليکنه – د درو ښځينه کانديدانو پوسترونه هر يو په درۍ ډالره وپلورل شوه – خو پخپله کانديدانې وايي، ډاډه ندي چي ظواهر يي د رايو په راټولولو کي ورسره مرسته وکړي. ټاکنو کي د ښځو ونډه او د گڼو رسنيو خپريدل د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د ستر بدلون څرگندوېې کوي. رسنۍ ناريينه او ښځو ته فرصت ورکوي چي، خپل اندونه او غوښتني ډاگيزه کړي، هغه څه چي د طالبانو پر مهال شوني نه وو. د ډله ييزو رسنيو قانون د مطبوعاتو خپلواکۍ ته وده ورکوي، خو بياهم حکومت ته ډير واک پريږدي– په ځانگړي د مطبوعاتي جواز په فسخ کولو کي. محافظه کارو ديني لارښوونکو پر رسنيو فشار خپور ساتلي – دوۍ د هندۍ او لويديځو فلمونو په څير هغه خپرونۍ غندلي چي، د دوۍ له انده، له اسلامي لارښوونو سره سمون نلري. سياسي خپروني هم په کلکه څارل کيږي. په سيميزه کچه جنگسالارانو ناپييلي خبريالان ډارولي او گواښولي دي. ښځي هم رسنيو کي څرگنديږي، خو د دوۍ چاري هم د محافظه کارو له تريخ غبرگون سره مخامخ دي – چي لږ تر لږه د هيواد په يوي سيمي کي يي، د ښځو پر ټلويزوني خپرونو بنديز ولگاوه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||