|
رهين : لويديځې رسنۍ بې مسووليته خبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير سيد مخدوم رهين ، د دولت په استازيتوب په خپل غبرگون کې بي بي سي ته ويلي چې په ځينو دغو تبصرو کې يا د افغانستان د حالاتو ځانگړتياوې له پامه ويستل کيږي او يا په تر لاسه شويو برياوو سترگې پټيږي . په دې وروستيو کې په ځينو لويديځو مطبوعاتو کې داسې تبصرې راغلي چې د افغانستان دولت گواکې کمزورې او د خلکو له ملاتړه بې برخې دى . په افغانستان کې د عادي ولس او حکومتي چارواکو دواړو په مينځ کې انگيرنه دا ده چې گواکې لويديځو مطبوعاتو په دې وروستيو کې پر افغان حکومت نيوکې ډيرې کړي دي . په دې کې د نيوزويک ، نيويارک ټايمز او واشنگټن پوست په څيرد معتبره امريکايې ورځپاڼو هغو شننو ته گوته نيول کيږي چې د حالاتو په راکابو کولو کې افغان حکومت پاتې بولي . يا دا چې په ليکنه يې لويديځ گواکې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت ملا ورتړلې چې د ولس په مينځ کې ملاتړ نه لري . دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر کرزي حکومت د افغانستان په ټول تاريخ کې لومړنى ټاکل شوى حکومت دى . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير سيد مخدوم رهين دغو نيوکو ته په ځواب کې دا مني چې دولت ستونزې لري ، خو تر څنگه يې د نوي افغانستان په جوړولو کې په تر لاسه شويو برياوو له څيرمې د کرښې راښکل له مسوليته ليرې څرگندونې بولي . (( زموږ ستونزې ډيرې دي او ولسمشر يا حکومت نه شي کولې چې ټولې دغه ستوزې په لنډه موده کې اوارې کړي . په خواشينۍ سره چې يو شمير لويديځ مطبوعات په دې اړه غيرې مسولانه ليکنې کوي . ددې په ځاې پکار دا ده چې دوى زموږ له خلکو سره مرسته وکړي . نه دا چې نا هيلي يې کړي .)) لويديځ مطبوعات په خپلو شننو کې د افغانستان په اړه د منفي انځور د وړاندې کولو تر شا بيلا بيل دليلونه مخې ته کوي . د ميرمن برون وين په نامه کابل ميشتې لويديځ واله خبرياله چې يوه نړيوال خبري اژانس ته کار کوي ، د گڼو دغو دليلونو له مينځه په حکومتي ادارو کې د فساد او درغلۍ تر څنگه په پرله پسې توگه د نا امنيو د پيښو د ډيريدو يادونه کوي . (( يوه لويه نيوکه د فساد له اړخه ده . د ځينو په باور ډير داسې کسان شته چې له کاره بايد گوښه کړل شوي واى . ځکه چې دوى په جنايتونو او د نيشۀ توکو په قاچاقو کې راښکيل دي . خو دوى برعکس په لوړو څوکيوگمارل شوي دي . موږ خبر يو چې د عادي افغانانو يوه لويه پوښتنه همدا ده چې حکومت ولې داسې کوي . دوهمه خبره د باغيانو له اړخه د ولس انديښنې دي . داسې ښکاري چې بغاوت گواکې پاى نه لري . خلک د دې حالت له دوامه د ستړيا او ډار احساس کوي . پړه يې هم پر حکومت او د حکومت پر نړيوالو ملاتړو اچوي . دوى پوښتي چې له شته امکاناتو سره سره ولې په څلورنيمو کلونو کې دغه ستونزه اواره نه شوه . )) خو ښاغلى رهين بيا دا گڼي چې څلور – څلورنيم کاله ، د افغانستان په څير د دريو لسيزو له کړکيچ نه د راولاړ شوي هيواد دننه ، د يوه نوي نظام د رادبره کولو لپاره خورا لنډه او تنگه موده ده . (( زما او ستا په عمر کې څلور کاله يوه اوږده موده ده . خو د يوه ملت په عمر کې څلور کاله هيڅ هم ندي . د دوو دقيقو حيثيت لري . او بيا خداى مکړه که دا حکومت نه وي ، نو وبه ليدل شي چې څه کيږي . موږ خو د دې ډيرې تجربې لرو . وړاندې تر دې چې په حکومت او ولسمشر غيرې مسولانه انتقاد وکړو ، پکار دا ده چې ځانونه په حالاتو سم پوه کړو . )) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د نا امنيو د پيښو د ډيريدو په پړه هم د حکومت گرم بلل له انصافه ليرې بولي . باور يې دا دى چې د دغو پيښو تر شا گواکې له کينې دک بهرني لاسونه دي . خو دا چې دا لاسونه د چا کيدى شي ، په اړه يې د زيات وضاحت له ورکولو او يا د کوم ځانگړي هيواد له نومولو ډډه کوي . د لويديځو مطبوعاتو د نيوکو تر څنگه د کور دننه هم د ښاغلي کرزي په حکومت د کمزورتيا له اړخه وخت ناوخته سختې نيوکې کيږي . د کمزورتيا لوى لامل يې د بيلابيلو اړيکو او سياسي جوړ جاړي پر بنسټ د لوړې کچې حکومتي چارواکو گمارل کيده ياديږي . د ډيرو په باور دا داسې يو څه دي چې هم يې د حکومت د واکمنۍ اصل کمزورى کړى او هم يې ولسمشر کرزى د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راوستى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||