BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:42 گرينويچ 2006 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حکومت په مطبوعاتو د بنديز له لگولو انکار کوي
افغانورځپاڼې
په افغانستان کې خبريالان او ورځپاڼه ليکونکي د استخباراتو دد څانگې په غوښتنو سخت په قهر شوي دي
د افغانستان حکو مت د يوې اعلامې له لارې لدې نه چې گنې په مطبوعاتو يې د يو لړ بنديزونو دنافذلو دستور ورکړى انکار کړيدى. افغان حکو مت دغه اعلاميه د مطبوعاتو د جدي غبرگون نه وروسته خپروي چې د استخبارتو د ادارې د غوښتنو په وړاندې يې په ډاگه کوي.

د استخباراتو له خوا د دوه مخونو په دغه سند کې له خبريالانو څخه يو لړ فوق العده غوښتنې شوې دي . په دغه سند کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي او هم د شمالي اتلانتيک ناتو په ځواکونو نيوکو باندې بنديز لگيدلي همدا راز د دوي په خبره تره گرو قومندانانو سره په مرکو او هعم د هغو د فلم په اخستو بنديز لگول شوي .

سر بيره پردې د وسله وال ځواک په کم زروه ښولو، او د حکو مت د بهر نۍ تگ خلاف د مرکو په نشرولو بنديز لگول شوې، له پلوه له مطبوعاتو څخه دا غوښتل شوي چې د تره گريزه فعاليتونو لکه د ځانمرگو بريدونو په څير خبرونو ته د خپل خبري بولټېن په سر کې ځاى ور نه کړي

دغه سند چې بي بي سي ته په لاس ورغلى پکې غوښتل شوي چې کاپي او په نورو ونه ويشل شي ، ليک د افغانستان د استخباراتو د څانگې له خوا افغان خبريالانو او ورځپاڼه ليکونکو ته په يوه غونډه کې چې دوي وربلل شوي وه ورکړل شوي دى . خو لا جوته نه ده چې دغه بنديز به د کومې کچې چارواکو له لوري لگيدلى وي.

په افغانستان کې د ډله ايزه رسنېو له خوا ددغې غوښتنې په وړاندې غبرگون خورا جدى وه دوي ويلي حکو مت غواړي پدې غوښتنو سره مطبوعات له ويرې او ترهې سره مخ کړي ، ازادو مطبواعاتو په افغانستان کې د طالبانو له ماتې څخه وروسته د ياونې وړ پرمختگ کړى

په افغانستان کې زيات شمير د ټلويزونونو او راډيو گانو نوې څانگې او ستيشنونه دحکو مت په کړنو جدې نېوکې کوي د يوه خبري اژانس مشر ويلي که دغه سند په قانون بدل شي دده دورځنېو راپورنو ٩٠ په سلو کې به نه خپريږي

ڼړيوال مطبوعات تر دغه بنديز لاندې نه راځي. د افغانسنان د اطلاعاتو او گلتونر په وزارت کې د خبري رسنيو د څانگې مرستيال وزير ددغه سند په ځواب کې ويلي چې لا د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د خبري رسنيو موجوده قانون پر ځاى دى نه هغه چې د اسخباراتو د څانگې له لوري يې غوښتنه شوې

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت