|
وزارت د ژورنالست نيونه ناقانونه بولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د علي محقق نست نيول، افغان خبريالان او ليکوالان يووار بياهېښ کړل. ښاغلى محقق نسب، گواکې د حقوق زن په مياشتنۍ کې د ښځو د حقونو په اړه د يو لړ مطلبونو په ليکلوچې د سترې محکمې په وينا، اسلام ته پکې سپکاوى شوى ، تورن دى. د افغانستان د خپلواکو خبريالانو اتحاديې هم خپله انديښنه څرگنده کړې او غوښتنه يې کړې چې د محقق نسب دوسيه دې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د مطبوعاتي سرغړونو د څيړنو څانگې ته وسپارل شي. دهمدغې اتحاديې يو چارواکى وايي، محقق نسب د سترې محکمې د امر او دښاغلي کرزي د ديني مشاورينو په لارښوونه نيول شوي دى. ده زياته کړه ښاغلي محقق نسب پخوا هم د ديني مشرانو له خو ا تر فشار لاندې وو. علي محقق نسب وايي ده کله هم داسې مطلب ندى ليکلى چې د اسلام پرضد وي او دى حاضر دى ددغې خبرې د سپيناوي لپاره په يوې وړ محکمې کې له ځانه دفاع وکړي. د افغانستان داطلاعاتواو کلتور وزارت نشراتي مرستيال، فاضل سانچارکي د علي محقق نسب نيول په ښکاره ډول د خبري رسنيو له قانون نه سرغړونه ونوموله. ده بي بي سي ته وويل ددغه وزارت د مطبوعاتي سرغړونو د څيړنو څانگه به ډير ژر بيړنۍ غونډه و کړي او د علي محقق نسب د دوسيي د خلاصون پر څرنگوالي به وغږېږي. علي محقق نسب په ايران کې اسلامي زدهکړې کړي او روحاني شخصيت نومول کېږي. دي د فقيه ولايت دسياسي جغرافيې د کتاب ليکونکى دى چې کتاب په ايران کې چاپ او وروسته د ايران له بازارونو افغانستان ته هم را لېږدول شوى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||