BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د ايټالوي خبريال په بدل کې د طالبانو غوښتنې منل شوې'

ايټاليايي خبريال
ايټاليايي خبريال چې له دوو اوونيو يرغمل وروسته خوشى شو
د افغانستان د ولسمشر وياند کريم رحيمي وايي چې د ايټالوي خبريال په خوشې کولو کې د طالبانو يو لړ غوښتنې منل شوي دي .

په همدې حال کې يو شمير افغان خبريالانو که له يوې خوا د دغه برمته شوي خبريال په خوشې کولو خوښي ښکاره کړې نوله بله پلوه يې په افغان حکومت نيوکې کړې چې ولې يې لا تر اوسه د برمته شوي افغان خبريال په اړه يې کوټلي گامونه نه دي پورته کړي خو افغان چارواکي وايي چې د برمته شوي افغان خبريال په خوشې کولو کې د هغوى هڅې دوام لري .

د افغانستان د ولسمشر وياند کريم رحيمي په يوې خبري ناسته کې د برمته شوي ايټالوي خبريال د خوشې کېدو په اړه ډير په احتياط غږېده، خو دا يې ومنله چې د هغه په خوشې کولو کې دولت د طالبانو يو لړ غوښتنې منلي دي.

هغۀ وويل: ((ولسمشر لارښوونه کړې وه چې د ايټالوي خبريال د را خوشي کولو لپاره په هره ممکنه لاره باندې غور وشي او امنيتي چارواکو همداسې لارې چارې ولټولې. يو شمېر غوښتنې هم په دې اړه شوې وې، چې دا غوښتنې تر يوځايه پوره شوې او تاسې يې په پايله کې وليدل چې خبريال خوشى شو.))

سره له دې چې ښاغلي رحيمي د طالبانو د غوښتنو په اړه رڼا وا نه اچوله خو تر دې وړاندې طالبانو رسنيو ته ويلي وو چې دولت د دغه ايټالوي خبريال په بدل کې پنځه تنه بندي طالبان خوشې کړي دي .

ښاغلي رحيمي په ډاگه کړه چې د دغه خبريال په خوشې کولو کې افغان ولسمشرځانگړى فرمان صادر کړى خو دغه فرمان يې استثنايى وباله او ويې ويل چې بيا- بيا به دغه وړ فرمانونه نه صادريږي .

))افغان حکومت يو شمېر استثنايي گامونه واخيستل، چې دا هغو کسانو ته چې دا کار کوي د ارزښت ورکولو يا تشويقولو په مانا نه دي، بلکې کله ځينې استثنايي حالات وي، چې په هغو کې د عمومي مصلحت په پام کې نيولو سره بايد گام واخيستل شي.((

په همدې حال کې د افغانستان د ژورناليستانو ټولنې غړي وايي که چيرته د ايټالوي ژورناليست سره برمته شوى د اجمل په نامۀ افغان خبريال خوشې نه شي نو په حکومتي چارواکو به د هغوى باور پرې شي .

د افغانستان د ژورناليستانو د دفاع د کميټې مشر احمد ضيا بوميا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د افغان برمته شوي ژورناليست په خوشې کولو کې هم که افغان حکومت څه و نه کړل نو دوى دې د هغه په خوشې کولو کې ناغيړي نه کوي .

هغه وويل: (( که چيرته افغان دولت د ايټاليې د حکومت په څير و نه غواړي مسولانه عمل وکړي نو د ژورناليستانو باور به ډير گيله من شي او که طالبان هم د دغه ژورناليست په خوشې کولو کې څه و نه کړي نو خلک به پر هغوى هم خپل باور له لاسه ورکړي ، له طالبانو نه زموږ غوښتنه دا ده چې خبريالان د ټولنې تر ټولو خوار خلک دي په هغوى رحم په کار دی.))

خو افغان چارواکي وايي چې د هغوى هڅې د دغه برمته شوي افغان خبريال لپاره روانې دي. هم کريم رحيمي او هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي د دولت د هلو ځلو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل .

که له يوه پلوه د ايټالوي خبريال خوشې کېدل افغان حکومت ته يوه ستره لاس ته راوړنه بلل کېږي، خو که چيرته دولت د برمته شوي افغان خبريال په خوشې کولو کې پاتې راغى نو د بلا ډيرو نيوکو سره به مخامخ شي چې د هلمند د اوسيدونکو او ژورناليستانو د اتحاديې غبرگونونه به يې پيلامه وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت