BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:05 گرينويچ 2006 ,28 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې تښتول شوي نيپاليان وموندل شول

د کورنيو چارو وزارت
د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه کسان له کوم اخ و ډب پرته د کابل په خوشحال مېنه کې موندل شوي

د نيپال دوه تنه اوسيدونکي چې څه باندې يوه مياشت د کابل په ښار کې يرغمل نيول شوي وو تيره شپه ( د کب ٨ د فبروري ٢٧ ) يې يو تن مړ او بل ژوندى وموندل شو .

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه کسان له کوم اخ و ډب پرته د کابل په خوشحال مېنه کې موندل شوي او د يرغمل نيونکو د نيولو په اړه هڅې روانې دي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال عبدالمالک صديقي په يوې خبري ناستې کې خبريالانو ته وويل چې يرغمل نيونکو ځکه يرغمل شوي کسان خوشې کړل چې امنيتي ځواکونو پرې کړۍ تنگه کړه او له هغو يې د تيښتې لاره ورکه کړې وه ، د هغه په وينا د دولت له لورې له يرغمل نيونکو سره هيڅ ډول جوړ جاړى نه دى شوى او نه هم يرغمل نيونکو کومې غوښتنې دولتي چارواکو ته وړاندې کړې وې .

له دغو دوو تنو ځينې يو تن مړشوى چې ويل کيږي د نوموړي مړينه د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله وه ، د کورنيو چارو مرستيال وزير سره له دې چې د يرغمل نيونکو د ځاى ځايگي په اړه د ده په وينا د امنيتي اسرارو له امله معلومات ور نکړه خو دا يې هم وويل چې يرغمل نيونکي اوس هم د امنيتي ځواکونو تر څارلاندې دي .

کله چې د ښاغلي صديقي نه د يو تن مړ شوي کس په اړه پوښتنه وشوه هغه وويل چې مړ ى عدلي طب ته د يو لړ څيړنو لپاره وړل شوى او په پام کې ده چې په اسلام اباد کې د نيپال سفارت ته وسپارل شي .

دا لومړى ځل نه دى چې بهرني وگړي په کابل کې يرغمل نيول کيږي تر دې وړاندې ميرمن کليمينتينيا کانتوني او د ملگرو ملتونو درې تنه کارکونکي چې د انتخاباتو په دفتر کې يې کار کاوه د کابل په ښار کې يرغمل نيول شوي ول ، چې وروسته خوشې شوي وۀ ، خو افغان چارواکو تل دا خبره کړې چې يرغمل شوي کسان له کوم جوړ جاړي پرته خوشې شوي دي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت