BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:02 گرينويچ 2006 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکابل پوليس د ٢ نيپاليانود موندلوپه لټه کې دي
دکابل يوه کوڅه
کابل کې بهرنيانو ته ويل شوي د خپل امنيت په برخه کې له احتياط نه کار واخلي
دافغانستان پوليس د هغو ٢ تنو نيپاليانو د تښتول کيدو د قضېې په هکله په پلټنو بوخت دي چې د شنبې ورځې په سهار په کابل کې تښتول شوي وو

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو وياند وويل دوه تنه نيپاليان د شنبې ورځې د سهار په پنځو بجو او ديرش دقيقو د کابل د ښار په منځ کې تښتول شوي وو

هغه وويل پوليس په پلټنو بوخت دي خو نور تفصيلات ېې ورنکړل . هغه ونه ويل چې آيا جنايت کارانو يا اورپکو به دا کار کړى وي او پدې هکله ېې هم څه ونه ويل چې تښتونکو سره تراوسه کوم تماس نيول شوى که نه

ويل شوي چې دغو نيپاليانو يو خصوصي امنيتي شرکت لپاره کار کوه .

په افغانستان کې د بهرنيانو د تښتولو پيښې معمولا ډيرې ندي . که څه هم تير کال د يوې مرستندويه موسسې يوه ا يټالوي کارکونکې د يوه جنايي ډلې له خوا په کابل کې تښتول شوې وه او د ٢٤ ورځو لپاره ېې ساتلې وه

له هغې نه مخکې د ملگرو ملتو د انتخاباتي چارو ٣ تنه څارونکي هم د جنايت کارانو له خوا تښتول شوي وو خو د څو هفتو نه وروسته بيرته خوشې شول

د کابل دښار نه بهر د هيواد په نورو سيمو کې د افغانانو د تښتولو پېښې نسبتا ډيرې دي او کله کله پر طالبانو باندې ملامتي اچول کيږي

لويديځو سفارتونوتيره مياشت خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړ چې د تښتول کيدو خطر شته دى

همدا راز تيره اونۍ ددنمارکي کارتون پر سر د يولړ مظاهرو نه وروسته چې ځېنې ېې د تشدد نه ډکې وې ، په کابل کې بهرنيانو ته ويل شوي چې د نور زيات احتياط نه کار واخلي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت