BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:15 گرينويچ 2007 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'

اجمل نقشبندي
اجمل نقشبندي په يوه ويډيو کې له افغان دولت او خبريالانو غوښتي چې د خوشې کولو لپاره يې هڅې وکړي.
په افغانستان کې د خبريالانو يوې ټولنې له طالبانو نه غوښتي چې له يوۀ ايټالوي سره نژدې درې اوونۍ مخکې نيول شوى ازاد خبريال، اجمل نقشبندي، ژر تر ژره خوشى کړي.

د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولنې مشر، فاضل سنچارکي، په کابل کې يوې خبري غونډې ته د کب په څلرمه وويل چې ښاغلى نقشبندي يو ازاد خبريال دى چې له هيڅ يوۀ دولتي ارگان يا سياسي ډلې سره اړيکې نه لري.

ښاغلي سنچارکي تور ولگو چې گواکې دولت د افغان خبريالانو ژوند ته هيڅ راز پام نه کوي

دغه افغان خبريال نژدې شل ورځې مخکې په هلمند ولايت کې له ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجياکومو او دهغه له موټر چلوونکي سره يو ځاى تښتول شوى و.

ښاغلى ډانيل څو ورځې مخکې د پنځو تنو بندي طالبانو د خوشې کولو په بدل کې پرېښودل شو، خو اجمل نقشبندي اوس هم د طالبانو په بند کې شپې او ورځې اړوي.

ايټالوي خبريال ډانيل ماسټرو جياکومو چې له افغان خبريال او يوتن موټر چلونکي سره يو ځاى د هلمند ولايت د ناد علي ولسوالۍ څخه تښتول شوې و،د طالبانو له خوا پريښودل شو خو افغان خبريال اجمل نقشبندي اوس هم د طالبانو په بند کې شپې ورځې اړوي.

د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنه وايي چې د ښاغلي نقشبندي د نا څرگند برخليک په اړه انديښمن دي ټولنې پر افغان دولت دا تور هم ولگو چې گواکې د افغان خبريال د راخوشې کولو په برخه کې له نه پاملرنې نه کار اخلي.

د همدغې ټولنې وياند، فهيم دشتي، وايي چې دوى د ايټالوي خبريال د راخوشې کولو په برخه کې د افغان دولت د هڅو ستاينه کوي، خو هيڅکله دا نه شي منلاى چې طالبانو ته دې په دې برخه کې امتياز ورکړل شي.

نوموړي وويل چې له طالبانو سره شوي ادلون بدلون د خبريالانو ژوند له گواښ سره مخ کړ چې دوى ددې چارې غندنه کوي.

سربېره پر دې په افغانستان کې گڼو مدني ټولنو هم د ايټالوي خبريال د را خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت او د ايټاليې د سفارت پر کړنو سختې نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې طالبانو ته د امتياز ورکولو نه يواځې د اجمل نقشبندي ژوند له گواښ سره مخامخ کړى دى بلکې ټولو خبريالانو ته يې ستونزه وټوکوله،

همدا راز نن (د کب ٤مه) د افغانستان د ولسي جرگې ځينو غړو يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د ايټالوي خبريال په بدل کې د بندي طالبانو خوشې کول له اساسي قانون سره ټکر خوري او ښايي چې په راتلوني کې گڼې ستونزې وټوکوي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنيو چاور وزارت وياند زمرى بشري وايي چې دوى د اجمل نقشبندي د راخوشې کولو لپاره هڅې پيل کړي دي

تېره شپه په کابل کې ځينو تلويزونونو د ښاغلي نقشبدي يوه داسې ويډيو خپره کړه چې ښايي څو ورځې مخکې ثبت شوې او خبري رسنيو ته ورليږل شوې ده.

نيول شوى خبريال په دغې ويډيو کې وايي چې دى له هيڅ يو دولتي ارگان او يا کومې سياسي ډلې سره تړاو نه لري او يو ازاد خبريال دى چې د ځينو راپورونو د برابرولو لپاره هلمند ته تللى و نوموړي له افغان دولت نه وغوښتل چې د خوشې کولو لپاره يې هڅې وکړي.

له دې نه مخکې د اجمل نقشبندي کورنۍ هم يو شمير خبريالان خپل کالۀ ته بللي و د بندي خبريال پلار چې يوه پښه يې په يوه چاودنه کې له لاسه ورکړې ده ويل يې چې دولت يې بايد دده د زوى د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت