BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:40 گرينويچ 2006 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
تير پنځه کاله او په افغانستان کې د فکر او بيا ازادي

د بيان ازادي
مطبوعات د ملي بڼې او هويت د خپلولو پر ځاى تر ډيره سياسي بڼه لري او له همدې کبله د بې پرې خپرونو ، ليکنو او شننو پر ځاى سياسي تړاوونه پالي
په افغانستان کې د فکر او بيان ازادي د تيرو پنځوو کلونو تر ټولو ستره لاس ته راوړنه بلل کيږي .

د هيواد اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون د دغې ازادۍ حقوقي بنسټونه جوړوي . د همدې قانوني ازادۍ په رڼا کې اوس په دې هيواد کې په پخواني ملي راډيو تلويزيون سربيره اته غيرې حکومتې يا خپلواکه تلويزيوني چينلونه ، په لسگونونو راديويي چينلونه ، او په سوونو ورځپاڼې او مهالنۍ فعاليت کوي .

دې ته د کور دننه او بهر په ولسواکۍ د ولاړې تولنې د رادبره کيدو په لاره کې د يوه لوى پرمختگ په سترگه کتل کيږي .

دافغانستان د خپلواکه ژورنالستانو د ټولنې مشر رحيماله سمندر وايي چې نوې او د ودې په حال کې رامينځ ته شوې رسنۍ او مطبوعات ټولنيزو افکارو ته په لوري ورکولو او ولس ته د اطلاعاتو او معلوماتو په رسولو کې مهم رول لوبوي .

(( د طالبانو له سقوط وروسته رامينځ ته شويو يو شمير مطبوعاتو په ډيره ښه توگه کارکړې . د ساري په ډول د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو په مهال همدغو مطبوعاتو خلکو دا ورو ښوده چې په رايه اچوونه کې برخه واخلي او داسې چا ته رايه ورکړي چې دوى ته يې گټه ورسيږي . دا ډول مطبوعات خلکو ته د هيواد دننه او بهر د پيښو او پرمختياوو په اړه د اطلاعاتو او معلوماتو په ورکړه کې هم لويه ونډه لري . ))

خو له بل لورې د فکر او بيان د ازادۍ په دغه نوي راټوکيدلي بهير کې د رامينځ ته شويو رسنيو او مطبوعاتو د فعاليت پر څرنگوالي نيوکې هم کمې نه دي .

لويه انديښنه د تجربې د کموالي له اړخه ده. ډير دا گڼي چې د گڼ شمير رسنيو چلونکي گواکې د فکر او بيان د ازادۍ په ناسم تعبير سره انارشيزم يا گډ وډۍ ته لمن وهي .

نوې او د ودې په حال کې رامينځ ته شوې رسنۍ او مطبوعات ټولنيزو افکارو ته په لوري ورکولو او ولس ته د اطلاعاتو او معلوماتو په رسولو کې مهم رول لوبوي

د افغانستان د قلم د انجمن ريس حبيب اله رفيع له همدې اړخه انديښمن دى .

(( ازادي کله هم د انارشۍ او گډوډۍ معنى نلري . د مطبوعاتو ازادي بايد سالم چوکاټ ولري . د نورو په حيثيت بريد کول ، ازار رسول او بې ځايه لمسوونې پخپله د ازادۍ خلاف کار دى . ))

يوه بله نيوکه دا هم ده چې نوې رامينځ ته شوې رسنۍ او مطبوعات د ملي بڼې او هويت د خپلولو پر ځاى تر ډيره سياسي بڼه لري او له همدې کبله د بې پرې خپرونو ، ليکنو او شننو پر ځاى سياسي تړاوونه پالي .

د مدني ټولنې يو فعال او د ولسي جرگې غړى مير احمد جوينده همدې ته گوته نيسي.

(( په خواشينۍ سره چې زموږ مطبوعاتو له حده زياته سياسي او تنظيمي بڼه خپله کړې . په تيرو پنځوو کلونو کې يوه داسې ورځپاڼه هم رامينځ ته نشوه چې ملي او سراسري بڼه خپله کړي . همدا تړاوونه دي چې اخبارونه راباسي او بيا يې د خپلو سياسي موخو لپاره وړيا ويشي . دا پخپله د پوښتنې وړ خبره ده چې ددغو اخبارونو پيسې له کومه راځي . ))

د دغو نيمگړتياوو تر څنگه ولس ته د اطلاعاتو د رسولو په وړاندې يو بل لوى خنډ ډير ځله د سرچينو له لورې د ريښتنو معلوماتو له ورکړې ډډه کول دي .

په دې کې حکومتي او غيرې حکومتي دواړه سرچينې شامليږي . خپلواکه ورځپاڼه ليکونکى فضل رحمن اوريا دې ته د قانون له مخې ولس ته د سمو اطلاعاتو د رسولو له ورکړل شوي حق سره د مخالف چلن په سترگه گوري .

(( زموږ مستقل مطبوعات د واقعيتونو د لاس ته راوړو امکانات نه لري . مثلآ د کندهار په وروستيو جگړو کې په سلگونو بې گناه خلک ووژل شول . خو افغان او بهرنيو ځواکونو دواړو له مطبوعاتو نه حقيقټ پټ وساته .))

د خبري رپوټونو په بدل کې د خبريالانو گواښنه د فکر او بيان د ازادۍ په وړاندې يوه بله لويه ننگونه ده .

 لويه انديښنه د تجربې د کموالي له اړخه ده. ډير دا گڼي چې د گڼ شمير رسنيو چلونکي گواکې د فکر او بيان د ازادۍ په ناسم تعبير سره انارشيزم يا گډ وډۍ ته لمن وهي .

په دې کې په وهلو ټکولو او بنديتوب سربيره کله ناکله د وژلو گوا ښونه هم شامليږي .

د خپلواکه ژورنالستانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر دا ډول گواښنې د فکر او بيان له ازادۍ سره څرگند مخالفت بولي .

دى وايي دا کار ژورنالستان ډير ځله ځاني سانسور ته اړباسي .

(( سيمه يز قوماندانان او چارواکي ، د ملي امنيت مسوولين ، او د طالبانو قوماندانان ټول له څيرمې خبريالان گواښي . که د طالب د خولې خبره وکړې نو دولت دې نه پريږدي . که د دولت خبره وکړې نو طالبان دې گواښي . دا هر څه خبريالان دې ته اړباسي چې پخپله خپل رپوټونه سانسور کړي .))

که څه هم چې له دغو خنډونو او نيمگړتياوو سره سره په تيرو پنځوو کلونو کې په افغانستان کې د فکر او بيان د ازادۍ په برخه کې رامينځ ته شوي پرمختگ ته دنوي حکومت او نوي نظام د يوې لوى او وياړمنې لاس ته راوړنې په سترگه کتل کيږي .

خو د کتونکو باور دا دى چې د تنکۍ ولسواکۍ په چوکاټ کې د دغې ازادۍ بنسټونه هم د مدني ټولنې د نورو بنسټونو په څير لا تر اوسه وراسته او د تجروبو له اړخه په څرگنده بڼه کمزوري دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت