|
د افغانستان دولتي ورځپاڼې ولې تړل کيږي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبردارى ورکړى چې که د اړتيا وړ پانگه په واک کې ورنه کړل شي ، نو دا امکان شته چې په مرکز او ولايتونو کې گڼ شمير دولتي مطبوعات وتړل شي . سرپرست وزير سيدمخدوم رهين له بي بي سي سره په خپلو څرگندونو کې دا هم ويلي چې کيدى شي د انيس او هيواد په څير د مشهورو دولتي ورځپاڼو په مخونو او تيراژ کې هم کمى راوستل شي . د دغه هيواد دولتي مطبوعات په داسې حال کې د پيسو د کمي له ستونزې سره مخامخ دي چې تر څنگه يې غيرې حکومتي مطبوعات او رسنۍ په چتکۍ سره وده مومي . دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په ډاگه دا خبره کوي چې په دې هيواد کې کله هم دولتي مطبوعات په اوسنۍ کچه د پيسو د کمي له ستونزې سره نه وو مخامخ شوي . د پيسو دغه کمي په موقوته نشراتو سربيره اوس د مرکز او ولايتونو مشهورې او لرغونې دولتي ورځپاڼې هم اغيزمنې کړي دي . په دې کې د ننگرهار ، په بلخ کې د بيدار ، په بغلان کې د اتحاد ، په هرات کې د اتفاق اسلام ، په کندهار کې د طلوع افغان او ورته نورې ورځپاڼې هم شاملې دي . داسې چې دپيسو د نشتوالي له کبله د ډيرودغو ورځپاڼود چاپ چاره کله ناکه تر اونۍ ، دوه اونيو او ان بشپړې مياشتې پورې ځنډيږي . د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس محمد هاشم غمشريک وايي چې د ننگرهار ورځپاڼه همدا اوس د چاپ له اړخه په سونو زره افغانۍ د مطبعې پوروړې ده . ښاغلى غمشريک دا هم وايي چې د ستونزې د حل لپاره يې د گڼو چارواکو دروازې ټکولي خو لا تر اوسه څه په لاس نه دي ورغلي . د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير سيدمخدوم رهين هم په خپل وار د ستونزې په اوارۍ کې د خپل مسوليت په تړاوو همدغه د تش لاس او بې وسۍ خبره کوي . ښاغلي رهين بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې دا امکان هم رد نه کړ چې که حالات همدغسې دوام وکړي نو کيدى شي چې ځينې دغه دولتي ورځپاڼې د تړلو له گواښ سره مخامخ شي . د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د هغو اوازو پخلى هم وکړ چې وايي حکومت بلاخره داسې يوې پريکړې ته ورلنډ دى چې پخپله په پلازمينه کابل کې هم يوازې د اصلاح ورځپاڼه د حکومتي ورځپاڼې په توگه وساتي او د انيس او هيواد ورځپاڼې د حکومت له کنټروله وباسي او ولسي بڼه ورکړي . ظاهرآ ددې لامل دا ښودل کيږي چې د مطبوعاتو او بيان د ازادۍ په چوکاټ کې گواکې د دولتي ورځپاڼو اړتيا نشته . خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځينې چارواکي ددغه گام د پورته کولو د اړتيا اصلي دليل بيا هم د پيسو نشتوالى بولي . د دې په مخالفت کې داسې نظرونه هم شته چې په کلکه په خپله پخوانۍ بڼه د دغه ډول لرغونوورځپاڼو د فعاليت پلوي کوي . د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس محمد هاشم غمشريک د همدغه نظر پلوي دى. دى وايي که هڅه وشي نو د نورو غيرې ضروري لگښتونو په کميدو سره د حکومتي ورځپاڼو د فعاليت د دوام لپاره پيسې سپميدى شي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ورپيښه ستونزه د ماليي د وزارت له اړخه بولي او وايي چې دوى ته د دولتي ورځپانو د چلولو لپاره پيسې نه ورکوي . خو د ماليي وزارت دغه تور نه مني او وايي چې دوى د روان کال لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د تير کال په پرتله ٢٦ په سلو کې زياته بودجه ورکړې ده . له لويه سره باور دادى چې په نني افغانستان کې د دولتي مطبوعاتو د ډاډمن فعاليت تر ټولو ښه لاره داده چې له يوه پلوه د بيان د ازادۍ له اړخه له ازدو مطبوعاتو سره سيالۍ ته ملا وتړي او له بل لورې د اعلانونو ډادمنې سرچينې ومومي او پخپله په خپلو پښو د دريدو هڅه وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||