|
افغانستان کې بيان آزادي څنگه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگروملتونو سرمنشي د بيان د آزادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت له ټولې نړۍ غوښتي چې د بيان د آزادۍ او مطبوعاتو ملاتړ وکړي. خو آيا په افغانستان کې د بيان آزادي په څه وضعيت کې ده او افغان ليکوال او خبريالان څه انگيرنه لري. سره له دې چې تر اوسه هم له افغان خبريالانوسره په بيلابيلو ډولونو له زور زياتي ډک چال چلند کيږي، داسې بريښي چې افغانستان کې د مطبوعاتو او د بيان آزادي ورځ په ورځ وده مومي. يو افغان خبريال يا ليکوال تر ډيره بريده په خپل کاري ډگر کې محدوديت نه احساسوي. خو آيا کيدى شي هغه څه چې د افغانستان په خپرونو کې تيريږي د بيان آزادي ونومو؟ د کابل د اونيزې چلونکى فهيم دشتي که څه هم افغانستان کې د ورځپاڼې ليکنې راتلونکونکې ته هيله من دى خو وايي دا بايد ومنو چې اوس هم افغانان د بيان د آزادۍ په خوندي کولو او تضيمنولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. (( يقينآ، څرنگه موږ په نورو ډگرونو کې ستونزې لرو همدغه ډول د بيان دآزادۍ په خوندي کولو او تضمينولو کې هم ستونزه لرو. ښايي غوښتنه دا وي چې زموږ په هيواد کې هم د بيان آزادي د بهرنيو هيوادونو په انډول وي. )) د طالبانو د واکمنۍ له پاى ته رسيدو وروسته او په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې پراخ شتووالي چې د نړۍ د رسنيو پام يې دغه هيواد ته را واړۀ ، د افغانستان په بيلابيلو ښارونو کې يې د خبريالۍ بازار تود او ډير افغان زلميان يې ځان ته را مات کړل. خبريالۍ ته د ځوانانو را ماتيدل بيلابيل لاملونه درلودى شي، خو څرگنده ده چې دمطبوعاتو لور ته د گڼو ځوانانو مخه کولو هغه هم له کومې څانگړې پوهې او زدکړې پرته، دافغانستان مطبوعات نا مسلکي او سربيرن کړې دي. د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزى وايي په ډيرو مواردو کې داسې کسانو ته چې د مطبوعاتو په برخه کې څانگړې تجربه نلري، آن د يوې رسنۍ مشري ور سپارل کيږي او دغه چاره د بيان آزادۍ او مطبوعاتو ته زيان رسوي. (( افغان کارپوهان په دې آند دي چې هيواد کې د نوي ټولنيز او سياسي بهير له پيل سره، يو شمير هغو ډلو ټپلو او گوندونو چې پخوا په خپل منځيو جگړو کې ښکيل و، وسله پر مځکې کيښودله خو دخپلو شخصي او ډليزو تربگنيو کار يې د خبري رسنيو او خپرونو په مټ روان وساته. )) دغه موضوع که له يوې خوا افغانستان کې '' د ټوپک پر ځاى د قلم '' د واکمنيدو بيلگه ده، له بلې خوايې د مطبوعاتو او رسنيو ترمنځ د ترخو لفظي شخړو ډگر پراخ کړى دى. دغه شخړې کله نا کله يو بل ته په گواښ او آن ښکنځلو پاى ته رسيږي کابل کې د صداى بامداد د ورځپاڼې مشر عبدالله فرامرز وايي د افغانستان په ډيريو خبري رسنيو کې، توهين د سمو ارزونو او نيوکو ځاى نيولى. په همدغه حال کې افغانستان کې خبرې رسنيوته يوه بله ستونزه دا ده چې په دولت او له دولته بهر چارواکي د چا غږ نه اوري. د دولت او يا هم هغه نور چارواکي چې نيوکه پرې کيږي، په تورونو او نيوکو هيڅ غوږ نه دى گروي. د رسنيو تر ټولو کلکه نيوکه او تور، بې ځوابه پاتې کيږي. افغان خبريالان په دې آنددي چې که وضعيت په همدې ډول دوام وکړي، د افغانستان د نظام د سمولو او اصلاح په برخه کې به د خبري رسنيو ونډه ډيره کمزورې وي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||