BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2007 ,07 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ډانيل ملادادالله ته: اجمل پرېږدئ!

د طالبانو په بند کې افغان خبريال اجمل نقشبندي
ښاغلى ډانيل وايي دى وايي د جوړ جاړي د خبرو په مهال ژمنه دا وه چې دى او اجمل نقشبندي به يو ځاى پريښودل کيږي
د طالبانو له بنده راپرېښودل شوي ايټالوي خبريال د طالبانو پر مشر قوماندان ملا دادالله ، له ده سره يو ځاى د بندي شوي افغان خبريال اجمل نقشبندي د راپريښودو غږ کړى .

ډا نيل ماستروجياکوما بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې په دې حيرانتيا وښوده چې ولې ښاغلى نقشبندي تر اوسه د طالبانو په بند کې پاتې دى .

د ريپبليکا په نامه د ايټالوۍ ورځپاڼې د دغه خبريال په وينا ژمنه دا وه چې له ده سره ملگرى افغان خبريال به جوړ جاړي ته د خبرو د رسېدو په پايله کې له ده سره يو ځاى پريښودل شي .

داسې رپوټونه هم شته چې په دې برخه کې د حکومت او طالبانو په منځ کې د خبرو منځگړى دا مهال دا منيتي چارواکو په توقيف کې دى .

د طالبانو له بنده راپريښودل شوي ايټالوي ژورنالست د طالبانود مشرانو اوپه ځانگړې توگه د ملا داد الله په ادرس په يوه ځانگړي پيغام کې د اجمل نقشبندي د راپريښودو غوښتنه کړى .

دى وايي ملا دادالله د طالبانو هغه قوماندان دى چې دوى يې په هلمند کې نيولي وو او ښاغلى نقشبندي يې لا تر اوسه له ځانه سره ساتلى دى .

دى ملا داد الله ته په خطاب کې وايي: ''د لوي خداى په نامه او ستاسو د اسلامي اخلاقو او مسووليتونو له مخې تاسو ته مخ اړوم او د خپل ملگري افغان خبريال اجمل نقشبندي د راپريښودو غوښتنه کوم. هغه زما په څير يو خبريال دى.

موږ سويل ته ددې لپاره درغلي وو چې د طالبانو د کوم مشر له خپلې خولې دا معلومه کړو چې دوى څوک دي او څه غواړي؟

تاسو ته معلومه ده چې موږ دغلته يوازې له يوې کتابچې او قلم سره درغلي وو او نيت مو بالکل سوله ييز وو .

تاسو ويلي وو چې موږ دواړه به يوځاى پريږدئ . زما له راپريښودو دا دى دوه اونۍ تيريږي خو اجمل لا اوس هم نه يوازې ستاسو په بند کې دى ، بلکه د هغه د وژلو گواښنې مو هم کړي دي .

زه د طالبانو قوماندان ملا دادالله يعنې هغه سړي ته چې اجمل يې په ولکه کې دى ، د هغه د ژوندد بچ کولو او پريښودو خواست کوم.))

درې ورځې وړاندې په کابل کې د افغان او ايټالوي ژورنالستانو په يوه گډه غونډه کې هم د طالبانو له همدغه قوماندان نه ورته غوښتنه وشوه .

د ريپبليکا په نامه د ايټالوۍ ورځپاڼې دغه خبريال په دې هم ډيره حيرانتيا ښودلې چې طالبانو ولې اجمل نقشبندي لا تر اوسه په خپل بند کې ساتلى . دى وايي د جوړ جاړي د خبرو په مهال ژمنه دا وه چې دى او ښاغلى نقشبندي به يو ځاى پريښودل کيږي .

هغه وايي: ((ما ته ډاډ راکړ شوى وو . همدا ډاډ چې هغه به ان له ما مخکې پريښودل کيږي . زما لپاره له راپريښودو وروسته له درده ډکه خبرتيا همدا وه چې اجمل لا هم د طالبانو په بند کې دى .

دا ماته په ريښتيا هم د ډيرې حيرانتيا او نه پوهيدو ډکه خبره وه . دا خو ځکه چې د جوړ جاړي د خبرو په مهال زموږ د دواړو خبره غبرگه راونه وه او زما او د اجمل تر منځ په خبرو کې هيڅ توپير نه کيده .

زه د زړه له تله او په ډيرې عاجزۍ يو ځل بيا طالبانو ته خواست کوم چې زما دغه افغان ملگرى راپريږدي.''

د تيرې جمعې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي هم په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو چې د طالبانو له بنده د راپريښودو په اړه په جوړ جاړي کې د ايټالوي او افغان ژورنالست خبره غبرگه روانه وه خو د کار په پايله کې د تمې خلاف يوازې ايټالوى ژورنالست ازاد کړى شو او افغان ملگرى يې طالبانو له ځانه سره وساته .

داسې رپوتونه هم شته چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځگړى دا مهال د حکومت په بند کې دى .
که څه هم چې امنيتي چارواکي د دغه منځگړي د بنديتوب د علت په اړه له څرگندونو ډډه کوي خو په نارسمي څرگندونو کې د نيونې لامل د شوي جوړ جاړي خلاف د طالبانو په بند کې د اجمل نقشبندي پاتې کيده ياديږي .

طالبان له خپل لورې پړه پر افغان حکومت اچوي او وايي چې حکومت گواکې د ښاغلي نقشبندي د پريښودو لپاره له دوى سره خبرو ته نه کښيني .

ايټالوي ژرونالست دانيل ماسترو جوکومو ، د هغه افغان ملگرى اجمل نقشبندي او د دوى چلونکى شاوخوا يوه مياشت وړاندې د طالبانو له لورې په هلمند کې نيول شوى وو.

له دې منځه چلوونکې په هماغه لومړي سر کې د حکومت د جاسوس په تور ووژل شو، ښاغلى ماستروجياکوما دوه اوونۍ وړاندې د افغان حکومت له لورې د طالبانو د څو بنديانو د پريښودو په بدل کې ازاد شواو ښاغلى نقشبندي لا هم د طالبانو په بند کې دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت