BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:22 گرينويچ 2007 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملا دادالله ته د خبريالانو ليک: اجمل خوشې کړئ
د طالبانو لخوا نيول شوى خبريال اجمل نقشبندي
د خبريالانو د دفاع سيمه ييزو او نړيوالو ټولنو مخکې هم په پرلپسې توگه له افغان دولت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان خبريال د اجمل نقشبندي د راخوشې کولو غوښتنه کړې وه
افغان او ايټالوي خبريالانو د وسلوالو طالبانو له قومندان ملا دادالله اخوند څخه دبندي خبريال اجمل نقشبندي د پرېښودلو غوښتنه وکړه.

خبريالانو پر افغان دولت نيوکه کوله چې گواکې د نيول شوي افغان خبريال د راخوشې کولو په برخه کې يې اړينې هڅې نه دي کړي.

دغه افغان خبريال نژدې يوه مياشت مخکې په هلمند ولايت کې له ايټالوي خبريال ډانيل ماسټرو جياکومو او دهغه له موټر چلوونکي سره يو ځاى تښتول شوى و.

ښاغلى ډانيل تر دوه اوونۍ بند وروسته د پنځو تنو بندي طالبانو د خوشې کولو په بدل کې پرېښودل شو، خو اجمل نقشبندي اوس هم د طالبانو په بند کې شپې او ورځې اړوي.

دا لومړى ځل دى چې افغان او ايټالوي خبريالان د يوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو له يوۀ تن مشر قومندان ملا داد الله اخوند نه غوښتنه کوي چې افغان خبريال اجمل نقشبندي له بنده را خوشي کړي.

تر دې مخکې د افغاني خبريالانو گڼو ټولنو، د اجمل نقشبندي کورنۍ په پرلپسې ډول له افغان دولت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان خبريال اجمل نقشبندي د راخوشې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

سربېره پردې افغان خبريالانو د احتجاج په توگه د څو ورځو لپاره د افغانستان د ملي شورا مخې ته کيږدۍ وهلې وه چې په دې توگه يې د ولس له استازو نه هيله کوله چې د ښاغلي نقشبندي د راخوشې کولو په برخه کې مرسته وکړي.

بله خوا افغان چارواکو څو ځله ويلي دي چې د بندي خبريال د راخوشې کولو په موخه يې هڅې پيل کړې دي، خو خبريالان دغو څرگندونو ته د شک په سترگه گوري او وايي چې ددغو هڅو پايلې په عملي ډگر کې نه دي تر سترگو شوي.

له همدې لامله دوى دا ځل د طالبانوله عمومي قومندان ملا دادالله اخوند نه ډله ييزه غوښتنه وکړه چې اجمل نقشبندي راخوشې کړي.

د غوښتنليک په پوه برخه کې راغلي: ((د افغان او ايټالوي رسنيو په استازيتوب، موږ ټول ژورنالستان په يوه خوله له طالبانو، په ځانگړې توگه له ملا داد الله څخه د افغان خبريال اجمل نقشبندي د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کوو. ژورنالستان هيڅکله د جنگي اسيرانو په توگه نه شي پېژندل کېداى.))

د غونډې گډونوالو استدلال کاوه چې خبريالان په خپلو راپورونو کې نه د افغان دولت پره کوي او نه هم د وسلوالو طالبانو.

بله داچې د خبريالانو مخنيوى په جگړه کې يوې ښکېلې غاړې ته هم گټه نه رسوي د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير زبير شفيقي وويل که طالبان د خبريالانو مخه نيسي نو دا چاره به په رسنيو کې ددوى د گوښه کيدو لامل وگرځي.

((هغه وويل طالبانو مخکې حکومت ته د اجمل نقشبندې پر سر د خبرو اترو وړانديز کړى و، خو هغه يو ازاد خبريال دى، د حکومت سړى خو نه دى.))

د اجمل نقشبندي پلار غلام حيدر نقشبندي او کشر ورور يې منير نقشبندي هم د خبريالانو په ننۍ غونډه کې گډون کړى و.

منير د خپلې کورنۍ دا دريځ يو ځل بيا روښانه کړ چې ورور يې يو ازاد خبريال دى او له دولت يا بلې کومې سياسي ډلې سره هيڅ راز تړاو نه لري نو طالبان يې بايد خوشې کړي.

اجمل نقشبندي له ايټالوي خبريال ډانيل ماسټرو جياکوموا و د هغه له موټر چلوونکي سره يوځاى د تېر کال د کب مياشتې په ١٤مه نيټه د هلمند ولايت له نا د علي ولسوالۍ نه وسلوالو طالبانو تښتولى و.

موټر چلوونکى سيد اغا تر نيولو څو ورځې وروسته د طالبانو لخوا ووژل شو ،خو ايټالوي خبريال ١٤ ورځې وروسته د پنځو تنو طالب بنديانو د خوشې کولو په بدل کې پريښودل شو.

ورسره تړلي نور خبرونه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'
25 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت