BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:03 گرينويچ 2007 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان : دوه فرانسوي مرستندويان مو تښتولي

د فرانسې او اروپايي ټولنې بيرغونه
په نيول شويو پنځو کسانو کې دوه کسه د فرانسې دي چې د افغانستان په کليوالو سيمو کې يې تعليمي پروژې پرمخ بېولې
د طالبانو يوۀ وياند د افغانستان په سويل لويديځ کې د دوو فرانسوي مرستندويه کارکوونکو او د هغوى د درو افغان همکارانو د تري تم کيدو پړه په غاړه اخيستې ده .

د قاري يوسف احمدي په نامۀ کس چې ځان د د وسله والو طالبانو وياند بولي ويلي چې دغه څلور سړي او يوه ميرمن دوى تښتولي خو لا يې د برخليک په برخه کې د دۀ په وينا اسلامي غورځنگ پريکړه نه ده کړې .

د افغانستان د نيمروز ولايت د پوليسو په وينا دغو تښتول شويو کسانو د سه شنبې په ورځ سهار د وخته له دغه ولايت څخه د هرات په لور مزل پيل کړى و چې تري تم شول .

دغو پنځو سرو کسانو له يوې فرانسوي مرستندويې موسسې (( زموږ د ماشومانو لپاره نړۍ )) ته کار کاوۀ .

دغه موسسه د افغانستان په کليوالو سيمو کې پر تعليمي پروژو کار کوي .

په تښتول شويو کسانو کې يو فرانسوى سړى ، ىوه فرانسوۍ ميرمن او درې افغانان دي چې په هغو کې يو موټر چلونکى ، يو ساتونکى او بل هم ډوډۍ پخونکى دى .

د وسله والو طالبانو وياند د دغو کسانو د نومونو اخيستل هغه سند وبالۀ چې گواکې تر مخه يې دا سپينوله چې تري تم شوي کسان له دوى سره دي خو دۀ دا ونه ويل چې دوى چيرې ساتل شوي او څه به ورسره کيږي .

د تيرې مياشتې په ترڅ کې طالبانو د افغانستان په سويل کې د ورځپاڼه ليکونکو او درملونکو ډلې هم تښتولې وې .

په ورځپاڼه ليکونکو کې يو ايټاليايي خبريال د پنځو نيول شويو طالبانو په بدل کې خوشي شو خو د هغۀ موټر چلونکى د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو او د دۀ ژباړونکى اجمل نقشبندي لا تر اوسه ورسره بندي دى .

وسله وال طالبان وايي دغه ژباړونکى او د ډاکټرانو تښتول شوې ډله به تر هغو خوشي نه شي چې د دوى نور زندانيان پرېنښوول شي . دا هغه څه دي چې لا تر اوسه د افغانستان حکومت ورته غاړه نه ده ايښې .

ورسره تړلي نور خبرونه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'
25 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت