|
افغان خبريال لا هم په توقيف کې دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د عامه محکمې چارواکي وايې د افغان خبرېال او لېکوال علي محقق نسب د اړوندې دوسېې له څېړنې ورسته به د نوموړي د برخلېک په اړه پرېکړه وشي . خو دمحکمې مشر انصارالله مولوي زاده وويل په ټوله کې هڅه داده چې دغې دوسېې ته د حل يوه معقوله لار وموندل شي . مخکې د کابل څارنوال وېلي و چې ښايي ښاغلى نسب د ضمانت د بربرولو په بدل کې به خوشې شي خو اوس د ژورنالستان د اتحادې له لورې د ضمانت ليک د بربرلو سره سره نوموړى ندى خوشې شوى د کابل د مرافعه څارنوال زمرى امېري دامنې چې د افغان خبرېال او لېکوال علې محقق نسب د خوشي کېدو په موخه يې د افغان ژورنالېستانود خپلواکې ټولنې له خوا يو ضمانت لېک ترلاسه کړى ، خو زېاتوي چې دغه لېک داسې وخت څارنوالۍ ته ورسېد چې د نوموړي خبرېال اړونده دوسېه ، د نورو څېړنو لپاره محکمې ته استول شوې ده . دده په وېنا کله چې دوسېه د څارنوالۍ له واکه ووځي ، نو يوازې محکمه کولې شي چې د تورن کس په اړه پرېکړه وکړي . خو د محکمې مشر انصارالله مولوي زاده ووېل چى تراوسه دوسېه محکمې ته نده رسېدلې نوموړي ويلي دوي به هڅه کوي چې زر تر زره دوسيه وڅيړي او ورته د حل غوره لاره ومومي. افغان خبريال ښاغلي نسب چې د ښځې د حقونو د يوې مجلې چلوونکى دى ، په دې تور چى په خپلې ېوې مقالې کې يې د اسلام سپکاوى کړى ، نېول شوېدى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||