BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:16 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ايټالوي سرتېرو ماموريت له ازمايښت سره مخ دى
ايټالوي سرتېرى په کابل کې
ايټاليا په افغانستان کې ١٨٠٠ سرتېرې لري
د ايټاليې مشرانو جرگه به نن ناوخته په افغانستان کې د ايټالوي سرتېرو د پاتې کېدو پر سر رايې ورکوي.

مشرانو جرگه بايد په افغانستان کې د ١٨٠٠ ايټالوي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د حکومت بوديجه تصويب کړي، خو د لومړى وزير رومانو پروډي د ادارې بهرنۍ تگلاره لا يوه مياشت مخکې د پارلمان لخوا رد شوې ده.

تمه ده چې ښاغلى پروډى به د نن (کب ٧مه) ورځې په رايو کې هم د سياسي گوندونو له مخالفت سره مخ شي، چې په افغانستان کې د ايټالوي سرتېرو د پاتې کېدلو ماموريت کېداى شي له سختې ننگونې سره مخ کړي.

د حکومت کيڼ اړخې مخالفين غواړي چې له افغانستان څخه ايټالوي ځواکونه نور کورته ستانه شي او د دې غوښتنې پلويان د ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجيکومو له لانجمنې معاملې وروسته زيات شوي دي.

پخوا چې د ايټالوي سرتېرو د افغان ماموريت پرسر په پارلمان کې رايې اچول شوې، اپوزيسون، چې سيلويو برلسکوني يې مشري کوي، د لومړي وزير پروډي خوا نيولې وه.

خو په دې وروستيو کې ښاغلي برلسکوني په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو او معاملې له لارې د ايټالوي خبريال ډانيل پر خوشې کېدو باندې نيوکه کړې وه.

د ډانيل د خوشې کېدو په بدل کې تېره اوونۍ پنځه جگپوړي طالبان له بند څخه ازاد شوي وو.

ښاغلي پروډي له مخکې مشرانو جرگې ته يادونه کړي چې هر سناتور که په افغانستان کې د ايټالوي سرتېرو د پاتې کېدو په ضد رايه ورکوي، هغه د ايټاليې ملي پرتم تر پښو لاندي کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت