|
حامد کرزى د ايټالوي چارواکو سره خبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى په روم کې د ايتاليا له لومړي وزير رومانو پرودي سره د افغانستان پر حالاتو او همکارى غږيږي ايتاليا د سوله ساتو ځواکونو – آيساف په چوکاټ کې نژدې دوه زره پوځيان افغانستان ته استولي خو ښاغلي پرودي د هغو د ډېرولو غوښتنه نه ده منلې. په روم کې د بي بي سي يو خبريال وايي د ايتاليا له لومړي وزير رومانو پرودي به ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړي چې ايتالوي پوځيان به تر ٢٠١١ کاله پورې په افغانستان کې پاتې کېږي. خو خبريال زياتوي داسې نه برېښي چې هغه دې د طالب ياغيانو خلاف د ناټو ځواکونو د ملاتړ له پاره هلمند ته د خپلو عسکرو د استولو غوښتنه ومني. ايتاليا ته د ولسمشر کرزي سفر پر داسې يوه مهال تر سره کېږي چې ددغه هيواد پارلمان په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت پر څرنگوالي يوې مهمې رايې ته ځان جوړوي. ښايي چې ولسمشر کرزى له لومړي وزير پرودي سره همدا موضوع وڅېړي. ښاغلى کرزي تر دې دمخه د جمعې ورځې په لومړيو کې د ايتاليا د پارلمان له مشرانو سره هم غږېدلى و. د ايتاليا حکومت پوهېږي چې په افغانستان کې يې پوځي شتوالى په کور دننه ورته ستونزې جوړولى شي او ځکه جنوب ته د خپلو پوځيانو د غزولو غوښتنې ښايي بې ځوابه پرېږدي. د ښاغلي پرودي د واکمنې ټلوالې ځينې غړي لکه کمونستان او زرغون چاپېريال پالي له افغانستان نه د ايتالوي عسکرو د وتلو غوښتونکي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||