|
ناټو د افغانستان لپاره نور عسکر غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو پوځي قومندانان په دې سلا شوي چې له طالبانو پرضد د جگړې لپاره د ناټو له غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د نورو سرتيرو دليږلو غوښتنه وکړي. په افغانستان کې دناټو نوى ټاکل شوى قومندان جنرال دان مکينل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د گډې پولې د څارنې په موخه افغانستان ته د ٢٠٠٠ نورو سرتيرو د ليږلوغوښتنه وکړي. په تيرو نهو مياشتو کې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د سرتيرو شميره له ٩ زرو څخه ٣٣٠٠٠ پورته شوې ده. د غه ځواکونه به په راتلونکي پسرلي کې د افغانستان په سويل کې د وسلوالو طالبانو د بريدونو مخه ونيسي. په پام کې ده چې ښاغلى مکنيل به په هسپانيې کې د ناټو د غړو هيوادونو د وزيرانو په جوړه شوې غونډې کې افغانستان ته د ځانگړو سرتيرو او د نورو چورلکو د ليږلو وړانديز وکړي. د بي بي سي د دفاعي او امنيتي چارو خبريال راب واټسن وايي دا به د ناټودغړو هيوادونو تر ټولو د بحت وړغونډه وي. ځکه په افغانستان کې پوځي عمليات تر هغه لا ډير ستونزمن و چې دوى يې تمه درلوده د ناټو يو شميرغړو هيوادونو لکه ايټاليې،هسپانيې او فرانسې افغانستان ته د نورو سرتيرو ليږلو ته زړه نه دى ښه کړى او همدارنگه يې د افغانستان خطر ناکو سيمو د سرتيرو له ليږلو ډ ډه کړې ده. تر اوسه يوازې امريکا او انگلستان افغانستان ته د نور سرتيرو د ليږلو ټټر وهلى دى او جرمني دې ته غاړه ايښې چې ناټو ته به نورې څارگرۍ الوتکې ورکوي. که څه هم ناټو په دې باور دى چې تيرکال يې طالبانو ته پراخ تاوان وراړولى خو د دغو ځواکونو قومندانانو په وار وار دا شکايت کړى چې په کافي توگه د سرتيرو او امکاناتو نشتوالي دوى له بشپړې برياوې ناهيلې کړي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||