BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:13 گرينويچ 2007 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هرات کې د ټلوالې يو سرتېرى وژل شوى
د ټلوالې سرتېري
د ټلوالې د ځواکونو مرگ ژوبله وروسته له هغه کمه شوې چې تېر کال يې قومانده ناټو ځواکونو ته وسپارله
د افغانستان په لوېديځ ولايت، هرات کې د امريکا په مشرۍ د ټلوالې د ځواکونو يو سرتېرى وسله والو طالبانو په ډزو کې وژل شوى.

د ټلوالې له لورې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دوى يو سرتېرى په شينډنډ ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ له دولت مخالفو وسله والو سره په يوه نښته کې ووژل شو.

له بريده وروسته د د متحدو ايالاتو په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو شکمن ځايونه بمباري کړي. خبرپاڼې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

په هرات کې په دا وروستيو کې د حکومتي او بهرنيو ځواکونو په ضد بريدونه زيات شوي. تېره اونۍ همدلته د پوليسو يو قومندان له خپلو دريو ساتونکو سره په يوۀ کمين کې وژل شوى و.

بله خوا، په سويل ختيځ ولايت خوست کې د پوليسو يو سيمه ييز چارواکى له يو بل تن سره د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوي.

د خوست د پوليسو وياند ډگروال وزير بادشاه بي بي سي ته وويل د تڼيو ولسوالۍ د کشف پر مشر، نور علي، نن (جمعه) سهار د خوست ښار په څو کېلومترۍ کې بريد وشو.

وياند زياته کړه چې ښاغلى نور علي له خپل ورو سره په يوه گاډي کې د سپرو وسله والو لخوا په نښه شوى. دۀ دا د طالبانو يو نوى تکتيک وباله چې په د گاډو په کارولو د حکومتي چارواکي پل اخلي او په يو گوښه ځاى کې پرې بريد کوي.

خوست ولايت په دې وروستيو کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي شاهد دى. په وروستيو څو مياشتو کې دلته د خرپ او ترپ او ځانمرگي بريدونه شوي. تېره اونۍ په دوو پرلپسې چاودنو کې په خوست ښار کې شپږ ولسي کسان وژل شوي وو او تر ٥٠ ټپيان وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت