|
سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سرۀ صليب نړيوالې کميټي په افغانستان کې پر نړيوالو ځواکونو غږ کړى چې په پوځي عملياتو کې د جگړې نړيوال قوانين په پام کې وساتي. د سره صليب کمېټې په هغې گډه ارزونه کې چې د افغانستان د سرې مياشتې له ټولنې سره يې گډه کړې، موندلې چې بهرنيو ځواکونو څه باندې درې اونۍ مخکې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ولسي خلکو ته پراخ زيانونه اړولي. د تېر اپريل مياشتې په ٢٧مه او ٢٩مه د امريکا د متحدو ايالاتو ځانگړي ځواکونو په شينډنډ کې يو لړ پوځي عمليات ترسره کړل، چې ويل يې د حکومت وسله وال مخالفين يې پکې په نښه کړي. خو وروسته سيمه ييزو چارواکو ومنله چې تر ٥٠ زيات ملکي خلک د نړيوالو ځواکونو په بمباريو او له وسله والو طالبانو سره د دوى په نښتو کې وژل شوي دي. په کابل کې د سرۀ صليب د نړيوالې کميټې استازي وايي دوى ولسي وگړو ته د سر او مال د هغه زيان لامله چې په وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو خلکو ته وراوښتي سخت اندېښمن دي. د سرۀ صليب دفتر يه يوه خبرپاڼه کې وايي د دوى ارزونه ښيي چې په لسگونو ملکي خلک د نړيوالو ځواکونو په بمباريو او جگړو کې وژل شوي. له دې سربېره، دغه ارزونه ښيي چې د شينډنډ په څلورو کلو کې ١٧٣ د استوگنې کورونه ويجاړ شوي چې په پايله کې يې شاوخوا ٢٠٠٠ کسان بې کوره شوي. د سرۀ صليب د کابل د دفتر د مشر ، ريټو سټاکر په خبرپاڼه کې په جگړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د پوځي او ملکي ځايونو تر منځ توپير وکړي او بل دا چې تر هغې اندازې زيات پوځي زور بايد ونه کارول شي چې تر پوځې لاسته راوړنې يې ملکي خلکو ته زيان زيات وي. په کابل کې د سره صليب وياند مايکل اوبراين بي بي سي ته وويل د لسگونو ملکي خلکو وژنې او د کورونو ويجاړي په ښکاره دا ښيي چې د زورکارونې د انډول اصل په پام کې نه دى ساتل شوى – هغه څه چې په جنگ کې ښکېل لوري يې د جگړې د نړيوالو قوانينو له مخې بايد وساتي. ښاغلي اوبراين د شينډنډ پيښې ته په اشاره، ملکي خلکو ته د سر او مال زيان له زغمه وتلى وبلل. دۀ په ښکاره ټکو وويل چې ولسي وگړو ته د تاوان کچې ته په کتو، ټولو ته جوته ده چې د جگړې د نړيوال قانون اصول په پام کې نه دي ساتل شوي. د شينډنډ له جگړې وروسته امريکايي پوځ لومړى ويل چې ١٣٦ کسان يې وژلي، چې ټول وسله وال طالبان دي، خو وروسته يې بيا ومنله چې په نښتو او بمباريو کې ولسي خلکو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې لاتراوسه نه ده ورکړې. له شينډنډه سربېره، په وروستيو اونيو کې په سويلي او ختيځو سيمو کې هم پرلپسې داسې پېښې وشوې چې بهرني ځواکونه د ملي خلکو پر وژنو پکې پړه وبلل شول. ولسمشر حامد کرزي په وار-وار د دا ډول پېښو وروسته له نړيوالو ځواکونو څخه په عملياتو کې د پوره احتياط غوښتنه کړې. دۀ د شينډنډ له پېښې وروسته په يوه وينا کې د ولسي خلکو وژل نور له زغمه وتلي وبلل. |
ورسره تړلي نور خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه01 مۍ, 2007 | خبرونه په هرات کې په لسگونو کسان وژل شوي30 اپريل, 2007 | خبرونه د ولسي خلکو پر مرگ ژوبله مظاهره شوې29 اپريل, 2007 | خبرونه بشري حقونه :د افغان ملکي وگړو وژل ډير شوي دي16 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||