|
د ولسي خلکو پر مړينو غبرگونونه په ترخېدو دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې مشرانو جرگې داسې يوه پرېکړه تصويب کړى چې له حکومت څخه له کورنيو وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو، د خبرو پر مهال د اوربند، او د ملي پوځ او پوليسو له غښتلتيا وروسته د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش غوښتنه کوي. په همدې مهال کې ځينو سياسې گوندونو او ډلو هم افغان حکومت او ملي شورا ته د سولې د ټينگښت لپاره کټ مټ همداسې وړانديزونه کړي وو. دغه بحث تر هغه وروسته را پورته شو چې امريکايي او ناټو ځواکونه په څو پرلپسې داسې پېښو کې ښکېل ول چې د ولسي خلکو په وژلو پړۀ وبلل شول. د مشرانو جرگې پرېکړه به اوس ولسي جرگې ته اېښودل کېږي او که هلته هم ومنل شي، ولسمشر کرزى به يې په لاسليک کولو کې له دوو سختو لارو سره مخامخ وي. دۀ خپله هم په دې وروستيو کې د ولسي خلکو د مړينو پر سر خپله ژوره ناخوښي ښودلې او دوام يې له زغمه وتلى بللى. د دغه ډول پېښو تر ټولو خونړۍ يې دوه اونۍ مخکې وه، چې په شينډنډ کې امريکايي ځانگړو ځواکونو، د سيمه ييزو چارواکو په خبره، په پوځي عملياتو کې تر پنځوس زيات ملکي خلک ووژل. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د هلمند ولايت په سنگين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې، د هغه ولايت د والي اسدالله وفا په وينا، يوېشت ولسي خلک وژل شوي دي. د سنگين د پېښې په اړه ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې يوازې د خپل يوۀ سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړى. ناټو وايي دوى د ملکي کسانو د مرگ ژوبلو په اړه نه دي خبر.
خو د هلمند والي بي بي سي ته وويل بهرنيو ځواکونو په سنگين کې وروسته له هغه پر دريو کليو بمونه وغورځول چې له سيمې څخه پر دغو خواکونو طالبانو بريد وکړ. سيمه ييز اوسېدونکي د مړو شمېره بيا تر دېرشو پورته بولي، چې وايي گڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پکې دي. په ليرې پرتو سيمو کې د دغسې راپورونو خپلواک تائيد ترلاسه کول د خبريالانو لپاره خورا گرانه ده. د سيمې يوۀ اوسېدونکي بي بي سي ته وويل چې د وژل شويو کسانو مړي په سنگين کې د برتانوي ځواکونو اډې ته وړل شوي، چې ورته وښيي وژل شوي کسان وسله وال طالبان نه، بلکې عادي خلک دي. په ټوليزه توگه په افغانستان کې ناټو او امريکايي ځواکونو وايي د وسله والو طالبانو له ماتولو سربېره غواړي د ولسي خلکو زړونه، په تېره بيا د هيواد په نارامه سيمو کې، خپل کړي. د دواړو موخو د پوره کولو لپاره په سويل کې تر لسو زرو زيات نړيوال ځواکونه مېشت شوي، خو وروستۍ پرمختياوې په دواړو ډگرونو کې داسې ښيي چې گواکې د دوى هيله نه ده ترسره شوې، سره له دې چې نړيوالو ځواکونو د حتمي پرمختگ هيله درلوده. ځکه خو د ناټو ځواکونو پخواني لوى قومندان ډيويډ ريچرډ په تېر اوکتوبر کې يوه اټکلي وړاندوينه وکړه. ښاغلي ريچرډ هغه مهال ويلي و که د عادي خلکو په ژوند کې ښه والى رانه شي شپږ مياشتې وروسته به په سلو کې تر اويا زيات افغانان طالبانو ته ورواوړي. د جنرال ريچرډ گواښنه هغه مهال په ښکاره د ده خپلو سرتېرو ته د دې لپاره يو لنډ مهالوېش و چې په دې موده کې بايد د خلکو د ملاتړ په خپلولو کې د پام وړ پرمختگ وشي. خو د ولسي خلکو د وژنو څو وروستيو خونړيو پېښو، چې بهرني ځواکونه پرې پړۀ وبلل شول، د دغې توقع سره سخت په ټکر کې راغلل. د سنگين تر بمبارد څو ساعته مخکې امريکايي پوځ په ختيځ ولايت ننگرهار کې د هغې پېښې لامله بښنه وغوښته چې د مارچ په مياشت کې يې ١٦ ملکي وگړي په ډزو کې وژلي وو. د امريکا پوځ يوۀ وياند وويل دوى د ولسي خلکو پر وژل کېدو سخت خواشيني دي. د مارچ له مياشتې راهيسې په همدې ولايت کې څو نورې پېښې هم وشوې، چې قهرجن لاريون کوونکي يې د افغان حکومت او امريکا په ضد ترخو شعارونو ته رامات کړل.
آن د پوهنتون زده کوونکو په جلال اباد کې د ملکي وگړو د وژنو د ادامې په حال کې له مخالفې غاړې سره د يوځاى کېدو گواښ وکړ، هغه څه چې جنرال ريچارډ يې شپږ مياشتې مخکې اټکل کړى و. په ټوليزه توگه ناټو او امريکايي ځواکونو وايي چې د وسله والو طالبانو له ماتولو سربېره غواړي د ولسي خلکو زړونه په افغانستان کې ، په تېره بيا د هيواد په نارامه سيمو کې، خپل کړي. د دواړو موخو د پوره کولو لپاره په سويل کې تر لسو زرو زيات نړيوال ځواکونه مېشت شوي، خو وروستۍ پرمختياوې په دواړو ډگرونو کې داسې ښيي چې گواکې د دوى هيله لا تر اوسه نه ده ترسره شوې. داسې ښکاري چې د ملکي خلکو مړينو اوس په ولس کې د بهرنيو ځواکونو لپاره خواخوږي تر بل هر وخت خورا ټيټې کچې ته راوستې. د دوى ته وتلو لپاره غوښتنې يوازې تر عادي خلکو او لاريون کوونکو پورې محدودې نه شوې پاتې، بلکې په ولايتي شوراگانو، سياسي گوندونو او مدني ټولنو کې هم ورته غږونه پورته شول او تر مشرانو جرگې دادى راورسېدل. معلومه نه ده چې په ملي شورا کې د ولس د استازو او د ځينو سياسي گوندونو دا غوښتنه به حکومت ومني که نه چې له طالبانو سره دې له اوربنده وروسته خبرې وشي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره دې وخت وټاکل شي. | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي09 مۍ, 2007 | خبرونه زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه01 مۍ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه په پوځي عملياتو کې د ملکي تلفاتو په اړه انديښنې 20 دسمبر, 2006 | خبرونه يوناما: ناټو او طالبان دې ملکي کسان نه وژني04 دسمبر, 2006 | خبرونه کرزى : د ملکي کسانو پر وژنې له ناټو سره خبرې کوم27 اکتوبر, 2006 | خبرونه د ارزوگان اوسيدونکي د زياتو ملکي وگړو د مرگ ژوبلې خبرې کوي 11 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||