|
ولسمشر بوش د ملکيانو د وژنو وير کوي، خو طالبان پرې پړۀ بولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
متحدو ايالاتو په افغانستان کې د ملکي کسانوپر وژنې خواشيني ښوولې. ولسمشر بوش له افغان ولس سره د وير کولو پر وخت د دغو وژنو پړه د وسله والو طالبانو پر جنگي تکتيکونو اچولې ده . د وسله والو طالبانو پر ضد د نړيوالو ځواکونو د مبارزې له هغه پيله د ملکي کسانو د وژنې مساله افغان ولس او چارواکو په بيا بيا ياده کړې او د تکرار د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده. ايمل پسرلى دغه مساله داسې څيړي: چارواکي د ولس د زړۀ او ذهن په گټلو کې د دغه ډول پېښو مخنيوى خورا مهم بولي. په افغانستان کې له ميشتو نړيوالو ځواکونو سره هم پر دې مسالې کابل څو ځلي خبرې کړي دي . خو ښايي دا لومړى ځل وي چې ولسمشر بوش دغه خبره دومره سپينه يادوي . د ناټو له سرمنشي سره د يوۀ گډ خبرې کنفرانس په ترڅ کې ښاغلي بوش هغه افغانان چې خپل خپلوان يې وژل شوي ياد کړل او ويې ويل چې دى ورسره په وير کې شريک دى.
د ناټو سر منشي ياپ دي هوپ شيفر ملکي وگړو ته د ځينو اوښتو زيانونو مخنيوى له امکانه ليرې وبالۀ. د خبري کنفرانس دواړو ويناوالو پړه د وسله والو طالبانو پر جنگي تکتيکونو واچوله. دوى وسله وال طالبان تورنوي چې له ملکي کسانو څخه د ډال کار اخلي . افغان پوځ هم دغه ډول څرگندونې پخوا درلودې . خو ولسمشر کرزي او افغان ولس په پوځي عملياتو کې د ناټو په څير له يوۀ پياوړي نړيوال ځواک څخه تل د دقت غوښتنه کړې ده . همداپيغام ښايي ولسمشر بوش هم د ناټو سرمنشي ته په خپلو څرگندونو کې ورکاوۀ . د دغو پيغامونو اغېز به راتلونکى وخت ښکاروي . خو څه چې د اوس لپاره شوي ښايي دا وي چې د افغان چارواکو پر لپسې يادونو بالاخره په مهمو سياسي کړيو کې ځاى نيولى دى. |
ورسره تړلي نور خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي09 مۍ, 2007 | خبرونه زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه01 مۍ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||