|
د هلمند په گريشک کې ولې پرلپسې جگړې کيږي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند د گريشک ولسوالي په دې وروستيو څو کلونو کې په پرله پسې ډول د نښتو شاهده ده ، دا چې ولې دغه ولسوالي په دومره تاوتريخواليو کې راگېره ده ، او د دغه ځاى اهميت په څه کې دى ، ايمل پسرلى ورته کتنه کوي : د گريشک ولسوالي گريشک د هلمند ولايت په شمال کې پر يوې مهمې لويې لارې پرته ولسوالي ده . د کندهار هرات لويه لاره د همدغې ولسوالۍ پر بازار تيريږي . د گريشک ښارگوټى په هلمند کې له لشکرگاه وروسته دويم لوى بازار لري . خو اوسيدونکي يې وايي چې په تيرو ١٦ کلونو کې دغلته ښوونځي په منظم ډول نه دي فعاله شوي او ډيرى اوسيدونکي يې نالوستي پاتې دي . دغه ولسوالي د مخدره توکو د قاچاق د ليږد راليږد مهم مرکز هم بلل شوى دى . د هلمند سيند د دغې ولسوالۍ له زړۀ تيريږي او په دې ډول د کرهڼې لپاره خورا ښيرازه مځکه همدغلته شته ده . پر دغو مځکو د کوکنارو کرکيله ډيره کيږي خو وروسره د ميوه لرونکو ونو ډير باغونه هم شته دي . د پوځي چارو شننونکي په دې باور دي چې د همدغو باغونو له امله په گريشک کې د خرپ و ترپ جگړو ته شرايط ښه جوړ دي . وسله وال طالبان له دغې ولسوالۍ څخه د کندهار ، فراه او د هلمند په شمال کې پرتو سيمو ته د تگ راتگ د يوې لارې کار اخلي . دلته د افغانستان د ملي پوځ يو مهم غونډ له ډيرو کلونو ځاى پر ځاى دى .د طالبانو له نسکوريدو وروسته او هلمند ته د ناټو په مشرۍ کې د برتانوي ځواکونو له ورتگ سره په گريشک کې د ناټو يوه مهمه قرارگاه هم جوړه شوه . د ځينو په گومان د گريشک ساتل او خوندي کول د افغانستان په لږ تر لږه درو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د ختمولو يا تر ډيره ځايه يې د شنډولو په مانا دي . همدغه اهميت ته په پام سره د گريشک ولسوالي په تيرو څو کلونو کې په پرله پسې توگه د نښتو ، چاودنو او بمباريو شاهده ده . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان پوځ په ترټولو نارامه سيمه کې څۀ ډول جگړه کوي؟01 مۍ, 2007 | خبرونه برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو19 سپتمبر, 2006 | خبرونه رحيمي : وسله وال د پولې له پورې غاړې را اوښتي دي18 جولاى, 2006 | خبرونه د هلمند سپيره دښته اود برتانوي سرتيرو د باستين کمپ03 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||