|
افغان پوځ په ترټولو نارامه سيمه کې څۀ ډول جگړه کوي؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په هلمندولايت کې دافغان پوځ چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې دترهگرۍ په پرتله ددوى په وړاندې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي زيات دي . زر تنه افغان او ٣٠٠٠ تنه نړيوال پوځيان په هغو عملياتو کې گډون لري چې د هلمندولايت د سنگين په دره کې د دوشنبې په ورځ پيل شول . د افغان پوځ يوۀ چارواکي وويل چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نه يوازې له اورپکو ډلوسره مالي مرستې کوي بلکې عملا دافغان دولت په وړاندې جنگيږي . د اتل قول اردو د درېيمې لوا دپوځيانو يوه زرکسيزه ډله د خپل يو مشر د درناوي لپاره د نوو پخو پوځي ودانيو په وړاندې ولاړ وو چې د اورپکو په ضد د عملياتو لپاره خپل چمتو والى وښيي : همدلته د خاورو او خځلو ډک باد د لشکر گاه له ښار څخه ٤٠ کېلو مټره ليرې خاورينې غونډۍ او دښتې وپوښلې خو د افغان پوځيانو لويه ډله لا هم په دغه دښته کې د خپلې لوا د مرکز په وړاندې ولاړه وه او ډگروال دادن لونگ يي د چمتوالي جاج اخيسته . په سيمه کې د افغان پوځ دې افسرد وينا پر مهال ولاړو سرتيرو ته د عملياتو پر وخت ددوى دندې روښانه کړې . ډگروال لونگ د هلمندپه ولايت کې دافغان پوځ د درېيمې لوا درستيزوال دى . نوموړى د عملياتو مشري هم په غاړه لري . دى هغو زر تنو افغان پوځيانو ته وغږېد چې د ناټو د درې زره سرتيرو په ملتيا د ولايت د سنگين په دره کې پر عملياتو بوخت دي .د ډگروال د وينا ژبه ډيره هڅونکې وه :
(( له هر يوه نه په جلا جلا توگه ځار شم. موږ چې کله د عملياتو پلان جوړو ډيره هڅه کو او د اوپراسيون له امر څخه غواړم چې له رموټ سره د تړلو ماينونو ځاى کره کړي . چيرته به يي موږ ته ماين اېښى وي . دا ورنه غواړم چې دښمن په کوم ځاى کې دى او چيرته يي د غلچکي بريد د ترسره کولو لپاره ځان پټ کړى، څو تنه دي، چيرته دي او څه ډول وسلې لري . په دې اړه ترې بشپړ راپور غواړم . د عملياتو پر وخت ډير انديښمن يم چې زما زلمي ملگري په کوم ماين برابر نه شي .خو کله چې تاسو په برياليتوب سره راوگرځئ . بيا له خوشالۍ ډکه چغه وکړم او شکر وباسم .)) ظاهرآ افغان سرتيرو د مرکې پر وخت ځان ډير زړور ښوده خو په دې کې شک نشته چې هلمندد افغانستان نا امنه سيمه ده او طالبان په کې تر هر ځاى ډير فعاله دي.په دې ولايت کې د ملي پوځ پر سرتيرو بيا بيا بريدونه شوي دي . په دې بريدونو کې دوى ځاني زيانونه گاللي خو شميره يي نه ده په ډاگه . په روانو عملياتو کې دوى نه يوازې طالب جنگياليو سره مخامخ دي بلکې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو شميره هم پکې کمه نه ده . ډگروال لونگ وايي د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو ډلې له ترهگرو څخه هم بدې دي. هغه زياتوي: ''په دې عملياتو کې د نشه يي توکو کروندې نه په نښه کيږي . يوازې دهغو اورپکو د له منځه وړلو هڅه کيږي چې پر دولتي او د خيريه ټولنو پر کارکوونکو بريدونه کوي.'' | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې نوي عمليات پيل شول30 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه په پنځو کلو کې د هلمند تر ټولو ستر عمليات 16 جولاى, 2006 | خبرونه په هلمند ولايت کې دوه برتانيوي سر تېرې ووژل شول02 جولاى, 2006 | خبرونه هلمند کې برتانوى الوتکې اوراخيستى24 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||