BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2007 ,30 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې نوي عمليات پيل شول

ډگرمن کاريو هيتيډي او جنرال محي الدين غوري
د نشي توکو د کر کيلې په اصلي مرکز هيلمند کې د ياغيانو په وړاندې پيل شوو عملياتو پورې ډيرې هيلې تړلي دي
په زرگونو افغان اونړيوالو سرتېرو د افغانستان د هلمند په ولايت کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د سيلکان (يا د گډې مادې) په نامه عمليات پيل کړل چې د دولت مخالفين له دې سيمې څخه وشړي .

دغه عمليات د هيلمند په ولايت کې د حامد کرزي د حکومت د پراختيا لپاره نوې هڅه ده .

چارواکو وويل : دغه عمليات د هلمند ولايت د سنگين په دره کې پيل شوي دي چې ډيرى يې د طالبانو په ولکه ده .

د ناټو مشران واېې چې په دې ولايت کې طالب وسله والو د ټولنې د عادي وگړو څيره خپله کړې او دوى يې په سختۍ له نورو خلکو سره پرتله کولى شي .

د نشي توکو د کر کيلې په اصلي مرکز هلمند کې د دولت مخالفو وسله والو په وړاندې پيل شوو عملياتو پورې ډيرې هيلې تړلي دي .

د افغانستان په سوېل کې د ناټو مشران وايي چې په دې لړ کې به د قانون د پلي کولو ترڅنگ د سوله ييز چاپيريال د رامنځته کولو لپاره لاره اواره شي .

طالب جنگياليو دا منلې ده چې ددوى په ليکو کې بهرني اورپکي هم شته دي .

راپورونه وايي چې دځينې ازبک ياغيانو سربيره يو شمير عرب وگړي هم ددوى په ليکو کې گډون لري .

د هلمند ولايت له مرکز لشکرگاه څخه ٣٠ کيلو مټره ليرې د شورابک په پوځي مرکز کې دبرتانوي سرتيرو مشر ډگرمن کاريو هيتيډي وايي دوى د هغو کسانو د له منځه وړلو لپاره دي چې د حکومت داسې بڼې پلي کولو ته يي ملا تړلې ده چې له ولس څخه خپلواکي اخلي .

 ددې عملياتو موخه داده چې د هلمند گرد ولايت د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د ولکې لاندې ورشي
ډگرمن سټيورټ کاروير

نوموړى وايي کسانو ته يي دا مهمه نه ده چې د نشيي توکو د قاچاق کونکو او د طالب اورپکو ملگري څوک دي .
که دا افغانان وي ،که پاکستاني ، ايراني او يا بلوچان وي .

په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يو بل قومندان ډگرمن سټيورټ کاروير خبريالانو ته وويل : ددې عملياتو موخه داده چې د هيلمند گرد ولايت د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د ولکې لاندې ورشي .

په هلمند کې د ناټو يو برتانوي چارواکي جگړن سايمن جي ساسوين په دې وروستيو مياشتو کې د طالب ياغيانو ډيريدونکو بريدونو ته په اشارې سره وويل چې ددوى ځواکونه اورپکي په سختۍ له ولسي وگړو سره پرتله کوي .

نوموړى وايي : (( يو سړى چې د طالبانو جنگيالى وي ، وسله وال بريد کوي ، خپله وسله پټوي او خپله پگړى ليرې کوي او په سملاسي ډول ملکي ترې جوړيږي .

هغه څه چې موږ کو دادي چې موږ يوازې د طالب ياغيانو په وړاندې جنگيږو . خو هغه څوک چې پر موږ بريد کوي اويا ډزې کوي موږ پوهيږو چې دا طالب دى او هغه څوک چې زموږ او د سيمه ييزو خلکو ژوند گواښوي موږ يي په ضد يو . ))

نا ټو وايي چې د دغو عملياتو له لارې غواړي چې لومړى طالبان له منځه يوسي او خلکو ته ددې لار اواره کړي چې د بيا رغاونې کارونه تر سره کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت