BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:02 گرينويچ 2006 ,24 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې برتانوى الوتکې اوراخيستى

هلمند
په دې وروستيو کې د هلمند په گډون د سويل لويديځ په گڼ شمير ولايتونو کې تاوتريخوالى ډير شوى دى
د افغانستان د هلمند په ولايت کې د برتانيا يوې سپرلۍ وړونکې پوځي الوتکې پر ځمکه د کيناستو پر مهال اور اخيستى

په الوتکه کې د افغانستان لپاره د برتانيا سفير هم سپور و خو دى او نورې ټولې سپرلۍ روغې رمټې دي .

دا لا معلومه نه ده چې د پېښې علت څه دى که څه هم طالبان دعوه کوي چې دوى دغه الوتکه په (( يوې نوې وسلې )) وېشتې ده . چارواکو ويلي ددغې پيښې د علت په اړه پلټنې کوي

دغه پېښه په داسې وخت کې شوې چې د هلمند د سنگين په ولايت کې د نښتو په ترڅ کې د مرگ ژوبلې او نيولو رپوټونه راځي .

هلمند ته نژدې په ارزگان ولايت کې هم تيره شپه د افغان پوځ او ايتلافي ځواکونو پر يوۀ کاروان بريد شوى دى چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي دي .

په کابل کې د ايتلافي ځواکونو له خوا په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي دي چې ٢٤ طالبان په دغه نښته کې وژل شوي او ٥ کسه افغان سرتيري او پوليس وژل شوي دي .

بل لور ته د کندهار په ولايت کې تيره شپه د نړيوالو ځواکونو له خوا پر وسله والو طالبانو بيا بريدونه شوي دي .

دغه بريدونه د طالبانو د غورځنگ د مشر ملا محمد عمر په پلرني کلي کې ترسره شوي چې د سرچينو په وينا پکې يو شمير کسان نيول شوي هم دي .

دا د هغو بريدونو د کړۍ يوه بله لړۍ ده چې په تيرو څو اوونيو کې يې د سويل لويديځو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو اغيز کړى دى .

د کندهار ښار په لويديځ کې د ژيړۍ ولسوالي په تيرو څو وختونو کې د وسله والو طالبانو د فعاليت په لوى مرکز بدله شوې ده .

په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو د غورځنگ د مشر ملا محمد عمر پلارنى کلى هم شته . د تيرې شپې عمليات ددۀ له کلي پيل شوي دي .

د ايتلافي ځواکونو سرچينې بي بي سي ته وايي چې په عملياتو کې گڼ شمير افغان او نړيوال ځواکونه برخه لري . د نړيوالو ځواکونو وياند جگړن اينس ادعا کوي چې دغه عمليات يې د دۀ په وينا خورا بريالي روان دي .

خو دى د نورو جزيياتو له ورکړې ډډه کوي . ځينې نورې سرچينې دغلته کور په کور د تلاشيو خبر ورکوي او يادونه کوي چې يو شمير مشکوک کسان نيول شوي دي .

ځايي امنيتي چارواکي وايي دغه عمليات په دې نيت پيل شوي چې د دوى په وينا د وسله والو طالبانو فعاليتونو ته د پاى ټکى کيږدي .

وسله وال طالبان په دې وروستيو کې د کندهار ، زابل ، ارزگان او هلمند په ولايتونو کې له هيلو خلاف ډير فعاله شوي دي .

طالبان ادعا کوي چې دوى په دغو ولايتونوکې ځينې ولسوالۍ هم لاندې کړي دي . په کابل کې د نړيوالو ځواکونو وياند ټام کولينز په يوۀ خبري کانفرانس کې د طالبانو د ډيرو شويو فعاليتونو په باب وويل چې په ځينو ليرو پرتو سيمو کې ولسي خلک له طالبانو سره مرسته کوي .

دۀ دغه ليرې پرتې سيمې هغه وبللې چې گواکې د دولت منگولې پکې ډيرې کلکې نه دي .

ايتلافي ځواکونو دا هم وويل چې طالبان پر نويو وسلو سمبال شوي خو دا چې له کومه يې کړي او څه ډول نوې وسلې دي په دې اړه نور جزييات نه ورکوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت