BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:00 گرينويچ 2006 ,03 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند سپيره دښته اود برتانوي سرتيرو د باستين کمپ

هلمند
برتانوي عسکر په هلمند کې د گزمې په حال کې
په دې وروستيو کې د افغانستان د سويل په تر ټولو ناکراره ولايت هلمند کې برتانوي پوځيانو په رسمي ډول د ترهگرۍ خلاف د نومول شوې روانې جگړې مشري په غاړه واخيسته .

ددې لپاره اوس مهال د برتانوي پوځيانو جوپې د دغه ولايت په لور ورماتې دي . ډير دغه پوځيان د باستين په نامه په يوه نوي پوځي کمپ کې ځاې په ځاې کيږي .

په پام کې ده چې د دوو مياشتو دننه د دغو سرتيرو ټوله شميره تتر ٢٠٠٠ ورسيږي . په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپى دغه کمپ ته ورغلى او دا رپوټ يې پرې راليږلى دى .

د افغانستان په سويل کې د امريکې په مشرۍ ميشت اتلافي ځواکونه همدا ډگر په سيمه کې د خپلو پوځي اډو د يوه لوى ملاتړي او اکمالاتي مرکز په توگه کاروي .

د باستين د کمپ په لور زموږ د تلو تابيا هم د يوې پوځي الوتکې په واسطه له همدې دگره شوې .

(( پرواز ته ښه راغلاست . موږ د باستين په لور الوتنه لرو . دا ٣٥ دقيقې وخت اخلي . خپلې زغرې واغوندۍ او کمربندونه وتړۍ . د الوتنې په مهال له ځايه مه ښورۍ . د کومې ناوړه پيښې د رامينځ ته کيدو په صورت کې زموږ لارښوونو ته انتظار اوسۍ .))

په C 130 هرکوليس ډوله الوتکه کې له څه د پاسه نيم ساعت مزله وروسته د باستين کمپ ته ورسيدو . دا مهال په کمپ کې شاوخوا ٧٠٠ برتانوي سرتيري
ځاې په ځاې شوي دي . په پام کې ده چې دوه مياشتې وروسته دغه شميره ٢٠٠٠ ته ورسيږي .

هلمند
د هلمند د بست کلا چې يو تاريخي لرغونى ځاى دى

له لويه سره د کمپ تابيا له خاورو او ډوړو په يوه ډک سپيره ډاگ کې شوې . په ټوله شاوخوا سيمه کې شين بوټى په سترگو نه ښکاري .

ښاېي همدا سوځونکى لمر ، ژيړ وزمه تودې شگې او په هوا کې له ځنډ پرته د خاورو او دوړو چورليدونکې لړۍ د سرتيرو لپاره د طالبانو د ناڅاپي بريدونو له گواښه ورپورته ستونزه وي .

خو ظاهرا داسې بريښي چې د لويديځ له ښارونو راغلو دغو سرتيرو تقدير ته تن ايښى او دا هر څه يې په ځان منلي دي . د برتانيې د پوځ تورن مارکس ايوز وايي چې له دې اقليم او هوا سره مطابقت د سرتيرو د روزنې يوه مهمه برخه ده .

(( په دې شرايطو کې د سرتيرو لپاره د دندې تر سره کول يوه ستونزمنه چاره ده . دا له هغې نه چې دوى ورسره عادت دي ، خوار توده هواده . له همدې کبله هغه سرتيري چې دلته تازه راځي ، په پوځي ماموريت له گمارل کيدو وړاندې له اقليم سره د مطابقت په موخه ځانگړې روزنه ويني . ))

د کمپ د سمبالتيا چارې هم په بيړه روانې دي . لور په لور د سرتيرو لپاره خيمې او بارکونه درول کيږي ، سړکونه ويستل کيږي او د سپورت او تعليم ډگرونه جوړيږي .

د کمپ د قرارگاه افسر جگړن جيمي مور وايي چې شاوخوا شپږ اونۍ وروسته به دوې د جگړې او مقابلې لپاره چمتو وي :

(( کمپ لا د جوړيدو په حال کې دى او موږ په لومړنيو پړاوونو کې يو . خو د شپږو اونيو دننه به موږ د جگړه يزو فعاليتونو د پرمخ بيولو بشتړه وړتيا ومومو . زما باور دادى چې برتانوي سرتيري به په جون کې د تره گرو خلاف لومړنۍ مانورې پيل کړي .))

خو له دې سره سره سرتيري وزگار ندي . سمدستي ډير پام د کمپ د داخلي امنيت په لوردى . ددې لپاره په هره څنډه د څار برجونه جوړ شوي او سرتيري له کمپ نه گردچاپيره گزمې کوي .

د گزمې د ډلگۍ يو سرتيرى مونوز مهرا وايي ، په اوسنۍ دنده کې تر دې دمه له طالبانو سره ندي مخامخ شوى خو د مخامخ کيدو تمه يې لري :

(( موږ د اوس لپاره په دې سيمه کې گزمې کوو . د گزمې په مهال د اتلافي ځواکونو د مخالفو مليشو لټون هم کوو خو تر اوسه له هغوى سره نه يو مخامخ شوي . فکر کوم چې يوه نه يوه ورځ به هرو مرو له هغوې سره په جگړه کيوزو . ))

هلمند
هلمند کې يو ښځينه برتانوي سرتيرې چې د محلي وگړو سره خبرې کوي

په دغو سرتيرو کې د نارينه وو تر څنگه د ښځينه سرتيرو شميره هم کمه نده . له دوى نه يوه حينا بيټس ده . هغه مې د څار د يوه څلي په څوکه وليده . د پوځي دريشۍ له پاسه يې د زغرې واسکټ او د طلايي رنگه ويښتانو له پاسه يې د زغرې خولۍ اغوستې وه . په يوه لاس يې ماشيگڼه او په بل لاس يې شنو_ ژيړو سترگو ته دوربين نيولى وو . په ځير سره يې د مخامخ پرانستې دښتې څار کاوه .

له هغې نه مې دافغانستان او په تيره بيا د هلمند په سختو شرايطو کې د يوې ښځينه سرتيرې په توگه په مخ کې د ورپرتو ستونزو او ننگونو په تړاوو وپوښتل . خو ځواب يې دا وو چې ځان ورته له يوه نارينه سرتيري کم نه ښکاري :

(( زه له نورو نه د څه توپير احساس نه کوم . موږ تولو يو شان تمرينونه ليدلي دي . د هر هغه څه په وړاندې چې پيښيدى شي زموږ د ټولو چمتووالى هم يو شان دى . زه په ځان باور لرم او هر هغه څه چې نور يې تر سره کوي ، زه يې هم تر سره کوم .))

له لويه سره هلمنداو د هلمند د باستين کمپ د دغو برتانوي سرتيرو لپاره د دمې او هرکلي کومه توده ديره نه ، بلکه د جگړې يو تود ډگر دى او په کمپ کې ديره سرتيري
هم ورو ورو ځانونه همدغه راز يوې جگړې ته سمبالوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت