BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:36 گرينويچ 2007 ,28 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: جگړه کوونکي دې د زورکارونې انډول وساتي

د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې پر وړاندې لاريون
په وروستيو کې په جگړو کې د ولسي خلکو د مړينو له زياتېدا سره د خلکو غبرگونونه هم ترخۀ شوي
د ملگرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د جگړو او نښتو په روانه لړۍ کې د ملکي وگړو د تلفاتو د کچې پر لوړيدو ژوره انديښنه ښوولې .

د افغانستان لپاره د سازمان د سياسي استازۍ (يوناما) د بشري حقونو څانگې پر افغان او نړيوالو ځواکونو او طالبانو غږ کړى چې د بريدونو په مهال د ملکي وگړو د خونديتوب په اړه د ژنيوا د کنوانسيون د غوښتنو درناوى وکړي. د ادارې مشر ريچارد بينيټ په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې په جگړو کې راښکيلې خواوې په بريدونو کې ډير ځله له اړتيا نه زيات ځواک کاروي .

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کچې د لوړيدو له اړخه د ملگرو ملتونو د سازمان دغه وروستۍ انديښنې په داسې حال کې ډاگيزه شوي چې له څو مياشتو راهيسې د حکومت پلوه ځواکونو او مخالفانو تر منځ په نښتو او بريدونو کې څرگند زياتوالى راغلى.

که څه هم په جگړه کې ښکيلې خواوې د بريدونو تر شا تل يو بل ته د سر د درنو تاوانونو د اړولو دعوه کوي او يوه خوا هم په اسانۍ د ملکي تلفاتو پړه پر غاړه نه اخلي، خو ظاهرا داسې بريښي چې د تېر کال په څېر د جگړو او بريدونو د دغې روانې لړۍ ډيرى قربانيان بيا هم ملکي وگړي دي.

پخپله د ملگرو ملتونو د سازمان موندنې د سيالو غاړو تر منځ په نښتو کې د ٢٠٠٧ م کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د شاوخوا ٤٠٠ ملکي افغانانو د وژل کېدو پخلى کوي. د يوناما د بشري حقونو د څانگې مشر ريچرد بينيټ په کابل کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال د ملکي تلفاتو د کچې د لوړتيا لامل دا وباله چې په وينا يې حکومت پلوه ځواکونه او طالبان دواړه د بريدونو په مهال له تر اړتيا زيات ځواک کاروي.

ښاغلي بينيټ په دې اړه هر هغه چلند چې د بريد د هدف او کارېدونکي ځواک تر منځ انډول ته پکې پام ونه شي د ژينوا له کنوانسيون نه څرگند سرغړاوى وباله. دۀ پر افغان او نړيوالو ځواکونو او ورسره پر طالبانو غږ وکړ چې تر بل هر څه لومړى د ملکي وگړو د ژوند خونديتوب ته پام وکړي.

هغه وويل: ''د بشري حقونو نړيوال قانون خورا روښانه دى. د ملکي وگړو خونديتوب او دفاع بايد د هر څه په سر کې وي . دا په روان کړکيچ کې د ښکېلو ټولو خواوو ذمه واري ده چې د دغه اصل درناوى وکړي.''

ولسي خلکو ته مرگ ژوبله
 ''د بشري حقونو نړيوال قانون خورا روښانه دى. د ملکي وگړو خونديتوب او دفاع بايد د هر څه په سر کې وي. دا په روان کړکېچ کې د ښکېلو ټولو خواوو ذمه واري ده چې د دغه اصل درناوى وکړي
د يوناما د حقوقي څانگې مشر، ريچرد بينيټ

په ځانگړې توگه پر افغان او بهرنيو ځواکونو د ښاغلي بينيټ غږ دا وو چې د عملياتو په مهال وار له مخه داسې لارې چارې ولټوي چې په مټ يې تر وسه-وسه د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي .

دۀ زياته کړه: ''د ملکي تلفاتو د گواښ د مخنيوي لپاره د لا ډېرو احتياطي گامونو د پورته کولو اړتيا ده. کله چې پوځي کاروانونه د استوگنې کليوالي سيمو ته ورننوځي نو بايد چې د سيمې استوگن د خپلو عملياتو له موخې او احتمالي گواښونو چې د جگړې په مهال پيښيدى شي خبر کړي.''

د حکومت پر مخالفانو بيا د نوموړي غږ دا و چې د ځان وژونکو بريدونو په څېر فعاليتونه چي په وينا يې تر بل هر چاډير د ملکي وگړو ژوند ته تاوان اړوي لاس واخلي:

''باغيان او نور گروپونه چې ډاروونکي تکتيکونه کاروي بايد له ټولو هغو فعاليتونو چې په تيرو څو مياشتو کې د گڼ شمير ملکي وگړو د مرگ ژوبلې لامل گرځيدلي ډ ډه وکړي. د هغوى مشرانو ته پکار ده چې د ځان وژونکو بريدونو له هڅولو، د سړکونو پر غاړه له بمي چاودنو او د استوگنې په سيمو کې له جگړو لاس واخلي. ټول دغه فعاليتونه له ځانه سره درانه ملکي تلفات لري. دا ډول هغوى بايد تښتونې او سر پريکونې هم پرېږدي.''

د ملکيانو پر مرگ ژوبلې سربېره د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو دغۀ چارواکي د جگړو په ترڅ کې د گڼ شمېر افغانانو په بې کوره کېدو، د هغوى د ژوند د امکاناتو او شتمنيو په له منځه تلو او د زده کړو او روغتيا په څېر له حقونو په بې برخې کېدو هم ژوره اندېښه وښوده.

افغان ملکی وگرید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د 'احتياط! ' غږ اخر تر سپينې ماڼۍ ورسېد
ملکید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د زړونو گټلو په مبارزه کې دوامدار سرخوږى
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت