BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:29 گرينويچ 2007 ,01 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند پوليس : په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي

ناټو او افغان ځواکونه په هلمند کې
په هلمند کې د ناټو او افغان ځواکونو د عملياتو لومړنيو رپوټونو ښوول چې يوازې طالبان وژل شوي دي
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د پوځي عملياتو پر وخت د ملکي کسانو د وژنې نوې لانجه پيدا شوې ده .

د هلمند ولايت يوۀ چارواکي ويلي د پنجشنبې د ورځې په عملياتو کې له ١٥ طالبانو سره په همدومره شميره کې ملکي کسان هم وژل شوي دي برتانوي او ناټو چارواکي وايي د دغې خبرې د تاييد لپاره کره شواهد نشته .

د ١٥ ملکي کسانو د مړينې ادعا د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ د پوليسو مشر کړې ده .

په همدغې ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ځواکونو له خوا عمليات شوي چې طالبان وشړي .

د پنجشنبې په ورځ افغان حکومت ويلي و چې په لسگونو طالبان يې وژلي دي خو د سنگين ولسوالۍ د پوليسو مشر غلام ولي جان بي بي سي ته وويل له وژل شويو ٣٠ کسانو څخه نيمايي ملکي خلک و او له باغيانو سره يې هيڅ تړاو نه درلود .

ځايي کليوال دوژل شويو ملکي کسانو شميره تر دې هم ډيره ښيي . په هلمند کې برتانيا د دغو عملياتو مشري په غاړه درلوده د برتانوي ځواکونو يوۀ وياند وويل د ملکي کسانو د وژنې د ادعا سپيناوي ته کره شواهد نشته .

وياند زياته کړه چې دوى تل په خپلو پوځي عملياتو کې هڅه کوي چې ملکي کسانو ته لږ تر لږ تاوان ورسيږي .

وياند وويل دى د هغو دوو ملکي کسانو له حالته خبر نه دى چې ټپيان شوي و او په برتانيوي پوځي اډه کې يې درملنه کيده .

د افغانستان د بشري حقونو ادارې او دولتي مامورين وايي په تيرو درو مياشتو کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر ٧٠ ډير ملکي کسان وژل شوي دي .

د دغو کسانو ډيره برخه په هغو عملياتو کې وژل شوې چې د ناټو له چوکاټه دباندې د متحدو ايالاتو په مشرۍ کې نړيوال ايتلاف پر مخ بولي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت