BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:49 گرينويچ 2007 ,31 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان د ملکي کسانو په وژنې تورن شوي
د سيويک ټولنه
د سيويک په نامۀ په جگړو کې د بې گناه خلکو د ملاتړ دغې ټولنې پخوا پر امريکايي سرتيرو هم نيوکه کړې وه چې د عملياتو په ترڅ کې يې ملکي کسان وژل شوي دي
په جگړو کې د بې گناه کسانو د ملاتړ يوې واشنگټن مېشتي ټولنې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر هغو تاکتيکونو نيوکه کړې ده چې د دوى په وينا په لوى لاس ملکي کسان له خطر سره مخامخوي .

د سيويک په نامۀ مشهورې دغې موسسې په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ويلي چې وسله والو طالبانو له ځايي خلکو د ډال کار اخيستى دى او په جگړه کې يې د جنگي کسانو او ملکي خلکو ترمنځ توپير نه دى کړى .

دغې ټولنې د طالب غورځنگ د مشر ملا محمد عمر له خولې په يوې وېبپاڼې کې خپره شوې غوښتنه ځانته يو ډول او نورو ته بل ډول دريځ بللې ده .

د ملا عمر له خولې ويل شوي چې په افغانستان کې دې د ملکي کسانو د وژنې په برخه کې خپلواکه پلټنه وشي .

واشنگټن مېشتي سيويک ټولنې پخوا په افغانستان او عراق کې د متحدو ايالاو پر سرتيرو هم نيوکه کړې وه چې په عملياتو کې يې ملکي کسان وژل شوي يا ټپي شوي دي .

دغې ټولنې له ناټو څخه هم پخوا غوښتي و چې په افغانستان کې دې زيانمنو شويو ملکي کسانو ته مالي تاوان ورکړل شي .

په افغانستان کې د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې د وژل شويو شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو يوه غوښنه برخه د ملکي کسانو گڼل شوې وه .

په روان کال کې هم په ځانمرگو بريدونو ، چاودنو او يا هم په پوځي عملياتو کې د گڼ شمير ملکي کسانو د وژنې خبرونه خپارۀ شوي دي .

له دغو رپوټونو وروسته ولسمشر بوش د ناټو له سرمنشي سره د ليدو پر وخت ويلي و چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د مړينې له امله اندېښمن دى او له قربانيانو سره يې په وير کې ځان شريک ويني .

د ناټو دريځ دا و چې گواکې وسله وال طالبان له ملکي کسانو د ډال کار اخلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت