|
م.م: جون د افغان ملکيانو لپاره مرگونې مياشت وه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگرو ملتونه وايي په افغانستان کې د جون په مياشت کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر (يونما) د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په زياتيدو انديښنه ښوولې او ويلي يې دي چې ډير دغه کسان د هغو پوځي عملياتو په ترڅ کې وژل شوي چې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو لخوا شوي دي. سره له دې چې د يونما چارواکي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د کره شميرې له ورکولو ډډه کوي، خو د يو لړ رپوټونو له مخې د روان ميلادي کال د تاوتريخوالي په ترڅ کې څه د پاسه ٦٠٠ ولسي خلک وژل شوي دي . په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر وياند ادرين اډوارډز په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په ترڅ کې د ولسي وگړو په مرگ ژوبلې خواشيني وښوده. هغۀ خبريالانو ته وويل چې په تيره مياشت کې د وژل شويو کسانو په شمير کې بېسارى زياتوالى راغلى دى. د ښاغلي ادواردز په وينا ډيره مرگ ژوبله ولسي خلکو ته د افغان حکومت او د هغه د ملاتړو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده. درې ورځې وړاندې د هلمند ولايت د گرشک په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د الوتکو په بمبارۍ کې نژدې پنځوس تنه ولسي وگړي ووژل شول. هغۀ وويل: ''د هلمند په ولايت کې د تيرې اونۍ په تيره بيا د پنجشنبې د ورځې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې رپوټونه خواشينوونکي دي. د جون په مياشت کې موږ د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې د کچې د لوړيدو شاهدان و. هغه ولسي وگړي چې په دغه مياشت کې وژل شوي ډير يې د افغان پوځ ، پوليسو او نړيوالو ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي او دغه شميرې د اورپکو په پرتله ډيرې لوړې دي.''
ښاغلي اډواردز د جون په مياشت کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کره شميره په ډاگه نه کړه. خو د ملگرو ملتونو د شميرو او ارزونو له مخې د ٢٠٠٧ ميلادي کال له پيله بيا تر دې دمه څه د پاسه ٦٠٠ تنه ولسي وگړي په روانو جگړو کې وژل شوي چې، د ملگرو ملتونو د چارواکو په وينا، د دغې شميرې نيمايي برخه د افغان او بهرنيو امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي. همدغه شان د يو شمير رپوټونو له مخې د روان کال په ترڅ کې د افغانستان په روانه جگړه کې د ښکېلو غاړو ٢٨٠٠ کسان وژل شوي دي. خو يوازې په تيره مياشت کې د جگړو او تاوتريخوالي پرته په لسگونه کسان نور افغانان د طبيعي ناورينونو له کبله ووژل شول. ملگري ملتونه وايي چې د تيرې اونۍ په نيزونو او سيلابونو کې د افغانستان په اتو مرکزي او ختيځو ولايتونو کې ١١٣ کسان مړه شوي دي چې د ملگرو ملتونو د چارواکو په وينا ډيره مرگ ژوبله د کاپيسا او پنجشير ولايتونو اوسيدونکو ته اوښتې او لږ تر لږه ٩٣ تنه د سيلابونو له امله وژل شوي دي. د تيرې اونۍ نيزونو ولسي وگړو ته گڼ مالي زيانونه هم اړولي او ويل کيږي چې سل کورونه او په زرگونه هکتاره کرنيزه ځمکه په اوبو لاهو شوې ده. په داسې حال کې چې خلک د افغان حکومت نه تمه لري چې د دغه شان ناورينونو په مخنيوي کې دې د هرې ورځې په تيرېدو سره د هغوى لاس نيونې ته ور ودانگي خو داسې ښکاري چې حکومت د دغو تمو او هيلو د پوره کولو جوگه شوى نه دى . |
ورسره تړلي نور خبرونه کرزى: هېڅ پوځي عمليات نورپه خپل سر نشي کېداى23 جون, 2007 | خبرونه م.م: جگړه کوونکي دې د زورکارونې انډول وساتي28 مۍ, 2007 | خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه01 مۍ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه ايساف : د ملکي خلکو د وژنې پړه پر طالبانو ده07 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې نور ولسي وگړي وژل شوي 05 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||