|
کرزى: هېڅ پوځي عمليات نورپه خپل سر نشي کېداى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر د ناټو او ايتلافي ځواکونو څخه په کلکه وغوښتل چې د افغان حکومت سره له همغږۍ پرته په افغانستان کې پوځي عمليات تر سره نه کړي. ولسمشر کرزى چې ډير قهرېدلى ښکارېده گواښنه يې وکړه که چيرته د خپلسرو پوځي عملياتو لړۍ روانه وي نو د ترهگرۍ په وړاندې نړيواله مبارزه به د سختو ننگونو سره مخامخ شي. ولسمشر حامد کرزي چې په خبري غونډه کې يې له غوسې په ډک ستونې خبرې کولې په تيرې يوې مياشت کې د کونړ له بمباريو نيولې بيا د ارزگان د چورې د ولسوالۍ په بمباريو کې يې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کره شميرې يو په بل پسې بيان کړې. هغۀ په تېرو څو ورځو کې د ناټو او امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو هغه هوايي بمبارۍ چې ولسي خلکو ته يې مرگ ژوبله ور اړولې د بې باکانه بمباريو نوم ورکړ، هغه د ناټو ځواکونو له غوږه تېره کړه که چيرته د دغه ډول بمباريو لړۍ روانه وي نو د ترهگرۍ په وړاندې نړيواله مبارزه به سخته زيانمنه شي. ولسمشر وويل:''په تېرو څو شپو ورځو کې د افغانستان عامو خلکو ته د ناټو او ايتلاف د ځواکونو د بې باکانه او غير دقيقو پوځي عملياتو په نتيجه کې ډېر تلفات رسيدلي دي. وړمه شپه په گرشک کې بمبارۍ شوې چې ٢٥ تنه خلک ماشومان، ميرمنې او نارينه پکې وژل شوي دي. دا کار هغې مبارزې ته هم صدمه رسوي چې د ترهگرۍ پر ضد په نړيواله کچه پيل شوې ده.''
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې په وسله والو طالبانو هم نيوکې کولې چې په وينا يې عام وگړي وژني، د خلکو سرونه پرې کوي او ښوونځيو ته د ماشومانو د تگ مخه نيسي. دۀ د ناټو پر ځواکونو غږ وکړ چې له دې وروسته نه شي کولاى د افغان حکومت سره له همغږۍ پرته په خپل سر عمليات تر سره کړي. ''زه نن يو ځل بيا د ناټو په ځواکونو غږ کوم چې د ملي دفاع د وزارت نه د جوړ شوي پلان له مخې عمل وکړي. هيڅ يو پوځي عمليات زموږ په خاوره کې زموږ له مشورې پرته نه شي تر سره کيداى، او دا زموږ شرط دى، بايد راسره ويې مني.'' د ناټو او ايتلافي ځواکونو د پوځي عملياتو په پايله کې د افغانستان په سويل او ختيځ کې ډير ځله ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوړي. په همدې موخه په ختيځو ولايتونو کې د داسې يوۀ گډ کميسيون په جوړولو هوکړه شوې چې د ايتلافي او افغان ځواکونو برسېره به د ولايتي شورا استازي هم پکې گډون ولري. د دغه کميسيون په اډانه کې به ٣٠٠ تنه افغان ځواکونه هم ونډه ولري او د خپلسرو پوځي عملياتو، د نشه يي توکو د قاچاقو مخنيوى او د نا مسوله وسله والو نه د وسلو ټولول به يې د دندو برخې وي. د ختيځ ولايت ننگرهار چارواکو ته د ايتلاف ځواکونو لا له مخکې ډاډ ورکړى چې له دې وروسته به نه يوازې د دغو پريکړو درناوى کوي بلکې د هغو پلې کولو ته يې هم چمتو والى ښوولى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه چارواکي: په گرشک کې ٢٥ ولسي خلک وژل شوي22 جون, 2007 | خبرونه هلمند پوليس : په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي01 جون, 2007 | خبرونه طالبان د ملکي کسانو په وژنې تورن شوي31 مۍ, 2007 | خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه د ولسي خلکو پر مړينو غبرگونونه په ترخېدو دي09 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||