BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:25 گرينويچ 2007 ,03 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شيفر : د ملکي کسانو د مړينې مخه بايد ونيول شي
شيفر
د ناټو سرمنشي وايي دوى بايد د ملکي کسانو د مړينې مخه ونيسي
د ناټو سرمنشي هوپ دي شيفر وايي دغه ايتلاف بايد تر خپله وسه په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنې مخنيوى وکړي .

ښاغلى شيفر وايي د ناټو له خوا د ملکي کسانو مړينه د طالب باغيانو خلاف په لوى لاس نه کيږي . دۀ وويل وسله وال طالبان د خلکو سرونه له بدنه جلا کوي ، ښوونځي سوځوي او ماشومان او ښځې وژني .

ښاغلي شيفر دا خبرې د افغانستان د قانون پر واکمنۍ د کيدونکي کانفرانس په پايڅوړ کې کولې چې په روم کې روان دى .

د ښاغلي شيفر دا څرگندونې په دې وروستيو کې تر يو شمير هغو پېښو وروسته کيږي چې وايي د امريکا يا ناټو ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد هوايي بريدونو کې ملکي کسان وژل شوي دي .

خپله په افغانستان کې د کندهار والي اسد الله خالد پر ناټو غږ کړى دى چې له هغو سرتيرو پوښتنې گروېږنې وکړي چې د دۀ په وينا يې د دوشنبې په ورځ په کندهار ښار کې دوه ښارييان وژلي او درې نور يې په نا پارول شوي بريد کې ټپيان کړي دي .

په ملگرو ملتونو کې د متحدو ايالاتو سفير زلمي خليلزاد په روان کال کې په افغانستان کې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا تر ٣٠٠ د ډيرو ملکي کسانو پر وژنې خواشيني ښوولې ده .

ښاغلي خليلزاد وويل امريکايي او نور نړيوال ځواکونه تر خپله وسه د ملکي کسانو د مړينې د مخنيوي هڅه کوي .

وړمه ورځ په افغانستان کې ملگرو ملتونو ويلي و چې په تيرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٦٠٠ ملکي کسان د نړيوالو ځواکونو يا وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت