|
د هلمند په بمباريو کې بيا ولسي خلک وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نړيوال ځواکونه اوس مني چې يو شمېر ولسي خلک په هلمند کې د دوى په بمبارد کې تېره شپه وژل شوي دي. سيمه ييز خلک وايي تر ٥٠ زيات خلک، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، د گرشک ولسوالۍ حيدر اباد کلي کې کې وژل شوي دي. د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل دوى د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه پلټنه پيل کړې ده. د بهرنيو پوځونو نور وياندان وايي په هلمند کې بمباري د ايتلاف ځواکونو کړې، خو د ناټو ځواکونو د ملاتړ لپاره. په لسگونو ځايي ييزو اوسېدونکو په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته پر ټيليفون وويل چې د دوى په گمان له ٥٠ تر ٨٠ کسانو ملکي وگړي د گرشک په بمبارۍ کې وژل شوي دي. د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال ولسي خلکو د گڼې مرگ ژوبلې خبره تاييد کړه، خو دۀ هم کره شمېره ورنه شوه کړاى. د سيمې خلک وايي تېره ورځ حيدر اباد ته نژدې د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ نښته وشوه، خو بمبارۍ پنځه ساعته وروسته له دغې جگړې پيل شوې - هغه مهال چې طالبانو سيمه پرې ايښې وه.
دوى وايي د مړو جسدونه يې له خاورو را ايستلي او غواړي چې ولايتي مرکز، لشکرگاه ته، يې چارواکو د ښوولو لپاره يوسي. خو وايي بهرنيو ځواکونو سيمه کلابنده کړې او څوک وتلو ته نه پرېږدي. په بمبارۍ کې د ټپيانو شمېره هم خورا لوړه ښوول کېږي. د پوليسو مشر، حسين انډيوال، وايي دوى لاهم د پېښې په اړه پلټنه کوي او دا چې دوى پر بمبارۍ نه و خبر او بهرنيو ځواکونو پر خپل سر دغه کار کړى. په وروستيو اونيو کې په زياتېدونکي توگه د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، چې ډېرى پېښې يې په سويل کې وې. افغان حکومت په بيا بيا ويلي چې نور د خپلو ملکي وگړو مرگ ژوبلې ورته له زغمه وتلې. يوه اونۍ مخکې په همدې ولسوالۍ کې د ٢٥ ولسي خلکو له وژل کېدلو وروسته ولسمشر حامد کرزي نړيوال ځواکونه په پوځي عملياتو کې پر بې پروايي او خپلسريتوب تورن کړل. له وروستۍ پېښې پرته سږ ميلادي کال د وژل شويوي ولسي خلکو شمېرې له ٢٤٠ تر ٣٢٠ پورې ښوول کېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د هلمند په گريشک کې ولې پرلپسې جگړې کيږي ؟18 جون, 2007 | خبرونه کرزى: هېڅ پوځي عمليات نورپه خپل سر نشي کېداى23 جون, 2007 | خبرونه هلمند پوليس : په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي01 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||