|
امريکا د ١٢ نورو پر سر نغدي جايزې وټاکلې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د طالبانو او القاعده د ١٢ مشرانو د نيولو پر سر تر٢٠٠٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې نغدي جايزې ايښې دي. په بگرام کې د ايتلافي ځواکونو سرچينې وايي په لست کې شامل کسان چې افغانان او بهرنيان دواړه پکې دي، د افغانستان په ختيځ کې فعاليت کوي. د ځواکونو وياند جگړن کريس بلچر بي بي سي ته وويل دوى به په سيمه کې په گڼ شمير کې داسې پوسترونه خپاره کړي چې ددغو کسانو په عکسونو سربيره به د هغوى په اړه نور اړين معلومات هم پکې وي. په بگرام کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له مرکزي اډې نه په خپارۀ شوي دغه لست کې يوازې څو تنه داسې دي چې نومونه يې تر دې وړاندې هم وخت ناوخته په مطبوعاتو کې راغلي. خو په ټوله کې داسې بريښي چې د القاعده او طالبانو دغه مشران د عام شهرت په ځاى تر ډيره د خپل فعاليت په سيمه کې شهرت لري. د بگرام په مرکزي اډه کې د ايتلافي ځواکونو وياند کريس بلچر بي بي سي ته وويل په لست کې د شاملو کسانو په سر اېښودل شوې جايزې له ٢٠ زرو نېولې بيا تر٢٠٠٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې رسيږي. دۀ وويل: ''سراج حقاني، انورالحق، ابوليث الليبي، ډاکټر امين الحق، طاهر يولداش، ملا صديق، بيت الله محسود، دوست محمد، محمد رحيم، قاري بريال او ملا ناصر هغه کسان دي چې موږ يې په لټه کې يو. په دوې کې افغانان او بهرنيان دواړه شامل دي. د دوى په سر له شلو زرو نيولې تر ٢٠٠٠٠٠ زره امريکايي ډالرو پورې انعامونه ايښودل شوي دي. په دې سربيره په پام کې ده چې د افغانستان په ختيځ کې تر ٣٠٠٠٠٠ پورې داسې پوسترونه وويشل شي چې دد غو کسانو د پيژندگلوۍ په اړه به ټول اړين معلومات پکې وي. د دغو پوسترونو په ويش کې به افغان امنيتي ځواکونه له موږ سره مرسته وکړي.'' د لست له منځه ابوليث الليبي هغه عرب دى چې دوه کاله وړاندې په بگرام کې د امريکايي ځواکونو له بنده له خپلو يو شمير نورو ملگرو سره په تيښته بريالى شو. دا ډول په خټه ازبک طاهر يولداش هغه څوک دى چې څو مياشتې وړاندې يې له وزيريستان نه د ويستلو پر سر د هغه د ملاتړو او مخالفانو تر منځ په خونړيو نښتو کې په لسگونو کسان ووژل شول. دا له ٢٠٠٢ ميلادي کال راوروسته دوهم ځل دى چې ايتلافي ځواکونه د خپلو مخالفانو د مشرانو او قوماندانانو د ښودو په سر انعام ټاکي. خو توپير يې دا دى چې دا ځل په لست کې د اسامه بن الادين، ايمن الظواهري او ملا محمد عمر په څير د طالبانو او القاعده د سر د مشرانو نومونه نه ليدل کيږي. هغه مهال د دغو مشرانو د نيولو لپاره له لسو تر ٢٥ ميليونه ډالرو پورې جايزې ايښودل شوې وې چې ظاهرا بې پايلو ووتې او امريکا دې ته اړوته چې دغه انعامونه په تيره جولاې کې له شلو نيولې تر ٥٠ مليونه ډالرو پورې پورته کړي. له دې ټولوسره سره امريکايي ځواکونه تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي چې د پيسو په بدل کې د طالبانو او القاعده د کوم مشهور قوماندان په نيولو بريالي شي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||