BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:59 گرينويچ 2008 ,25 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شننه:طالبان او القاعده د يوې سکې دوه مخونه دي

طالبان
طالبان او القاعده د يوې سکې دوه مخونه دي
که له يوې خوا پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د امنيتي پېښو د ډېرېدو لامل په قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبان شتون بولي خو له بلې خوا امريکا په پاکستان کې د القاعدې پياوړي کېدل ددغه هېواد د امنيتي ستونزو اصلي سرچينه گڼي.

ايا دا د يوې سکې دوه مخونه دي چې پاکستان او امريکا يې د خپلو هدفونو لپاره کاروي؟

پاکستاني او امريکايي چارواکي په قبايلي سيمو کې د طالبانو د پټنځايونو په اړه يوه خوله دي، خو دا چې که طالبان او القاعده دا ټول ترهگريز فعاليتونه په يادو شويو سيمو کې تنظيموي نو بيا ولې نه نيول کيږي، امريکا او پاکستان په دې اړه له ډېرڅه ويلو ډډه کوي.

پاکستان چارواکي وايي د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د افغانستان په خاوره کې پټ شوى خو امريکايي چارواکي په دې باور دي چې نوموړي په قبايلي سيمو کې ځان غلى کړى دى.

په پاکستان کې د ترهگرو فعاليتونو په هکله يو ښکاره اختلاف شته دى . ولسمشر پروېز مشرف اروپا ته په خپل وروستي سفر کې ويلي چې پاکستان ته ډېرخطر له القاعدې نه، بلکې د طالبانو له خوا متوجه دى. خو امريکا هڅه کوي ثابته کړي چې القاعدې پاکستان خپل هدف گرځولى.

کارپوهان:
 القاعده که نړيواله اجنډا لري نو طالبان يوازې تر افغانستان پورې محدود دي. القاعده که يو نړيوال تنظيم دى نو طالبان د هغوى يوه سيمه ييزه څانگه ده.

د کارپوهانو په باور خبره نژدې يوه ده خو د پاکستان او امريکا لخوا د هغوى دښمنانو ته له خپلوخپلو عينکو کتل ددوی تر منځ د اختلاف لامل دى. که پاکستان له طالبانو ډاريږي نو امريکا له القاعدې وېره لري.

د طالبانو يوۀ پخواني مشر ملا دادالله ويلي و چې طالبان او القاعده د يوې سکې دوه مخونه دي خو ځينې طالب مشران له دې نظر سره مخالف دي.

خواصلي حالت څه ډول دى؟

پوځي کارپوه ډگرمن شوکت قادر وايي په بنسټيز ډول دا هغه خلک دي چې د مسلمانانو په وړاندې د امريکا او امريکايانو د تگلارې خلاف دي.

ښاغلى قادر وايي:'' لومړى دې خلکو له افغانستان څخه د روسانو او اوس د امريکايانو وتل غواړي. دا يوازې د افغانستان په کچه د مقاومت يو غورځنگ و چې له بده مرغه اوس پاکستان هم ورسره مخامخ دى.''

د پاکستاني چارواکو په وينا القاعده او طالبانو په پاکستان کې د ناقانونه اعلان شويو ډلو ملاتړ هم تر لاسه کړى دى.

د هغوى په وينا ددې امکان شته چې القاعده د هغو ډلو څخه د لشکر جنگوي او جيش محمد په څېر ډلو ته د ترهگريزو فعاليتونو لارښوونې کوي.

الظواهري
د القاعده په اړه ويل کيږي چې دا ډله له عرب، چيچنياني او ازبک وسله والوڅخه جوړه ده.

بي بي سي دا پوښتنه چې بيت الله مسيد د طالبانو مشر دى او که د القاعدې؟ د جنوبي وزيرستان له سناتور او د جرگې غړي صالح شاه څخه وکړه .

د ښاغلي صالح شاه په وينا بيت الله مسيد په خپله ويلي چې هغه د طالبانو مشر دى او القاعده په قبايلي سيمو کې هېڅ شتون نه لري.

ښاغلي صالح شاه ووىل:''په دې اړه د امريکايي او پاکستاني چارواکو ادعاوې ناسمې دي. زه هم د وزيرستان يم او تر ننه مې هلته کوم بهرنى نه دى ليدلى.''

د ځينو کارپوهانو په اند پاکستان کې د يو عام سړي لپاره ستونزمنه ده چې د طالبانو او القاعده تر منځ توپير وکړي. په ټوليز ډول د طالبانو اصطلاح د افغان او پاکستاني وسله والو لپاره کارول کيږي. د القاعده په اړه ويل کيږي چې دا ډله له عرب، چيچنياني او ازبک وسله والوڅخه جوړه ده.
کارپوهان باور ښيي چې د جهاد او اسلامي حکومت د رامنځ ته کولو په اړه د القاعده او طالبانو هدف يو دى. القاعده که نړيواله اجنډا لري نو طالبان يوازې تر افغانستان پورې محدود دي. القاعده که يو نړيوال تنظيم دى نو طالبان د هغوى يوه سيمه ييزه څانگه ده.

طالبانو په وار وار ويلي چې له پاکستان سره جگړه نه غواړي، خو که د حکومت دا تورونه چې وروستۍ امنيتي پيښې او د جنوبي وزيرستان جگړه طالبان تر سره کوي، رښتيا وي نو بيا بايد د طالبانو خبرو ته هم غوږ ونيول شي ځکه هغوى وايي چې دا جگړه ( په پاکستان کې ) د خپلې دفاع لپاره تر سره کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
طالبان اوس څه کوي ؟
16 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت