|
طالبانو د کندهار د يوۀ کانديد د وژلو دعوه کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عبدالطيف حکيمي چې ځان د طالبانو وياند بولي وويل چې په دغو پنځو کسانو کې يو تن هم د کندهار له ولايت څخه د سپتمبر د ١٨ نېټې په پارلماني ټاکنو کې کانديد و . د کندهار د ولايتي جرگې کانديد خان محمد نومول شوى دى . په پاتې څلورو کسانو کې د کندهار د غورک ولسوالۍ ولسوال او درې تنه پوليس شامل دي . د دغو وژنو خپلواک پخلى لا تر اوسه نه دى شوى خو ځايي چارواکي وايي چې د دغو کسانو له تښتونې خبر دي خو د وژنې په باب يې هيڅ نه شوي ويلى . له بل پلوه افغان چارواکو ويلي چې دوى ته اوس څرگنده شوې ده چې پرون موندل شوي دوه تنه مړي د هغو جاپانيانو دي چې څه موده پخوا د افغانستان په سويل کې ورک شوي وو . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||