|
طالبانو د کندهار يوه ولسوالۍ بايللې، بله يې نيولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې چارواکي وايي د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوې يوه ولسوالۍ يې بېرته نيولې، خو يوه بله يې له لاسه ورکړې. د کندهار د پوليسو چارواکي وايي ميانشين ولسوالۍ يې تېره شپه له ناټو ځواکونو سره په يوۀ گډ بريد کې له طالبانو بېرته ونيوله. د کندهار د پوليسو مشر، عصمت الله عليزي، د ولسوالۍ د بېرته ترلاسه کولو په جگړه کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرگ ژوبلې اړولو خبره هم کړې – هغه ادعا چې طالبان يې نه مني. د وسله والو طالبانو يوۀ وياند، قاري يوسف احمدي، بي بي سي ته وويل د ميانشين ډېرى برخه اوس هم د دوى په لاس کې ده، خو د ولسوالۍ د مرکز په اړه يې ونه ويل چې اوس د چا په واک کې ده. د دغې ولسوالۍ مرکز وړمه شپه طالبانو د يوۀ بريد په ترڅ کې نيولې و. مخکې له دې چې د ميانشين مرکز بېرته حکومت ته په لاس ورشي، تېر مازيگر وسله والو طالبانو د کندهار ولايت غورک ولسوالۍ ونيوله. ښاغلى عليزى طالبانو ته د غورک له لاسه ورکول تکتيکي پرشاتگ بولي. خو وسله وال طالبان بيا وايي چې د غورک د نيولو لپاره يې درنه جگړه کړې او د حکومت پنځه پوليس يې هم وژلي – هغه څه چې چارواکي يې پخلى نه کوي. ځايي اوسېدونکي وايي د غورک ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې له پخوا راهيسې د طالبانو واک چلېده او اوس يې دا دى مرکز هم ونيو. غورک د هلمند له يو له ټولو نارامو ولسواليو، سنگين، سره په څنگ کې پرته ده.
بلخوا، د کندهار په گاونډ کې په زابل ولايت کې چارواکي وايي د امريکايي خصوصي امنيتي شرکت، USPI، دوه افغان وسله وال ساتونکي د طالبانو په بريد کې وژل شوي. په سيمه کې د لويو لارو د ساتنې د پوليسو مشر، جيلاني خان، بي بي سي ته وويل د امريکايي امنيتي شرکت دوه افغان ساتونکي نن سهار د طالبانو په ناڅاپي بريد کې ووژل شول او يو ټپي شو. پېښه د کابل – کندهار پر لويه لاره د کلات ښار ته نژدې شوې. د وسله والو طالبانو وياند ادعا کوي چې په دغه بريد کې يې د امريکايي شرکت اته وسله وال وژلي. دغه خصوصي امنيتي شرکت په ټوليزه توگه د لويو لارو ساتنه کوي چې د سړک جوړوونکو شرکتونو لخوا د قراردادي ساتونکو په توگه گمارل کېږي. د افغانستان په سويل کې په وروستيو څو مياشتو کې تاوتريخوالى په چټکۍ سره مخ پر لوړ روان دى او بريدونه او نښتې له هغه ځايه د ورځې عادي خبرونه جوړوي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان دولت: گيرو ولسوالي مو بيرته نيولى27 اپريل, 2007 | خبرونه وردگ : طالبان پر يوې نۀ پر ٣ ولسواليو واکمن دي28 فبروري, 2007 | خبرونه هلمند: طالبانو د دوه ولسواليو د نيولو ادعا کړې 18 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||