|
وردگ : طالبان پر يوې نۀ پر ٣ ولسواليو واکمن دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دولت د لومړي ځل لپاره ومنله چې د هلمند ولايت درې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي . د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگ نن مشرانو جرگې ته دغه خبره وکړه . خو ښاغلي وردگ هوډ څرگند کړ چې دغه ولسوالۍ به بيرته د دولت تر ولکې لاندې راولي . سره له دې چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سوئيلي ولايت هلمند اوسيدونکو لا له پخوا د طالبانو په لاس د گڼو ولسواليو د کيوتو خبرې کولې ، خو دا لومړى ځل دى چې د دفاع وزير حنرال رحيم وردگ ومنله چې د موسى کلا د ولسوالۍ تر څنگ د ديشو او خانشين ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې دي ، خو په وينا يې دولتي ځواکونو تر دې مهاله ځکه غبرگون نه دى ښودلى چې د جگړې په ترڅ کې ولسي خلک زيانمن نه شي : (( همدغه د برانچې او خانشين ولسوالۍ چې يادې شوې موږ به يې د بيرته نيولو لپاره په خپل وخت سره چټک غبرگون وښايو او دغه ولسوالۍ به بيرته د دولت تر واکمنۍ راشي ، خو هغه څه چې په دې برخه کې زموږ ستونزې زياتې کړي موږ په دې جگړه کې د عامو وگړو سره د غليمانو توپير نه شو کولاى د ټولو يو شان جامې په غاړه دي په يوه ژبه غږيږي او ځانگړى يونيفورم هم نه شته چې موږ يو له بله توپير کړو او زموږ ټينگار دا دى چې بې گناه کسان زيانمن نه شي .)) ښاغلي وردگ د برانچې نوم هم واخيست برانچه د ديشو ولسوالۍ هغه برخه ده چې د پاکستان سره په کرښه پرته او د طالبانو جگړه يز مرکز بلل کيږي په همدې سيمه کې د طالبانو مشهور قوماندان اخترمحمد عتماني هم وژل شوى وو د دې تر څنگ دغه سيمه اوس مهال د نشه يي توکو د قاچاقو لپاره تر نورو ټولو وړ سيمه بلل کيږي او د چارواکو په وينا اورپکي تل له همدغې سيمې اوړي را اوړي . ځينو سناتورانو ښاغلى وردگ وننگاوه چې د موسى کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره دولت کوټلى گام نه پورته کوي . هغه وايي چې سياسي جوړ جاړي د هغوى پوځي غبرگون تر سيوري لاندې راوستى که نه د هغه په وينا ملي پوځ د دې جوگه دى چې ډير ژر دغه ولسوالي بيرته د دولت تر واکمنۍ لاندې راولي . تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ويلي ول چې د موسى کلا د ولسوالۍ لانجه به د قامي مشرانو په منځگړيتوب هواره کړي او د ناټو ځواکونو وياند هم ويلي ول چې هغوى د دغې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره پوره چمتو والى لري . خو داسې ښکاري چې د دغې ولسوالۍ نيول اوس مهال د افغان دولت او ناټو ځواکونو لپاره په يو ستر ازمون بدل شوى او د دغه ازمون پايلې به د وخت په تيريدو سره جوتې شي . | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې ډاکټرانو د کار نه کولو خبردارى ورکړ26 فبروري, 2007 | خبرونه طالبانو د موسى کلا پر نيولو د سولې تړون مات کړ02 فبروري, 2007 | خبرونه په هلمند کې د نا امنۍ پر ضد د قومي مشرانو غونډه10 جنوري, 2007 | خبرونه ناټو: د موسى کلا د سولې پايښت د حکومت کار دى06 دسمبر, 2006 | خبرونه د هلمند په موسى کلا کې بيا نښته شوې ده03 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو18 اکتوبر, 2006 | خبرونه برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل17 اکتوبر, 2006 | خبرونه له بن څخه پنځه کاله وروسته ، افغانستان ته ورپيښې امنيتي ننگونې 03 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||