BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:13 گرينويچ 2007 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې ډاکټرانو د کار نه کولو خبردارى ورکړ

طب
د هلمند روغتياپالان وايي په اوسنيو شرايطو کې کار کولو خورا گران دي
د افغانستان په جنگ ځپلي ولايت هلمند کې ډاکټرانو له وسله والو طالبانو او حکومت څخه غوښتي دي چې د امنيت ضمانت دې يې وکړي .

دوى خبردارى ورکوي چې که داسې ونه شي ښايي په دغه ولايت کې له کار کولو لاس واخلي .

دا غوښتنه تر هغې يوه ورځ وروسته شوې چې د هلمند په مرکز لشکرگاه کې نامعلومو وسله والو د يوې موسسې افغان ډاکټر وتښتاوۀ . په تيرو څلورو اوونيو کې دا د يوۀ لوستي افغان څلورمه تښتونه وه چې په هلمند ولايت کې کيده .

د هلمند لوړ پوړي چارواکي د دغه ولايت روغتيا پالو ته ډاډ ورکوي چې د دوى امنيت به خوندي کوي . خو دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولايت کې ډاکټرانو د دوشنبې ( د کب ٧ د فبروري ٢٦ ) په ورځ د ىوې احتجاجى غونډي په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو څخه دروغتىا پالو دامنىت غوښتنه وکړه .

ډاکټرانو ووىل که ىې دولت امنىت تامىن نه کړي نودخلکوهغومره روغتىايې ستونزي به حل نه کړاي شى لکه څومره چې ورته اړتىالىدل کىږي .

دوى ټىنگارکاوه چې کوم سياسي درىځ نه لري اوموخه ىې ىوازي اوىوازي دخلکوچوپړ دى .

درحمت الله محمدي په نوم ډاکتروايي روغتىال پال دټولو درملنه کوي هغوى ډلې ټپلې په پام کې نه نيسي .

ډاکټران وروسته له هغه دامنيت غوښته کوي چې دىکشنبې په سهار د ابن سىنا روغتىايي موسسې يوکارکونکى نامعلومووسلوالووتښتاوه. دتښتول شوي کارکونکي څرک تراوسه هم نه دى لگىدلي .

دهلمند دوالي مرستىال حاجي پىرمحمد وايي چې دتښتول شوي ډاکتر د موندنې لپاره ىې ىو پلاوى ټاکلى چې پلټنه وکړي .

هلمندولاىت کې له ناارامىوسره سره روغتىاىي کارکونکي خپلوچاروته ادامه ورکوي خو خبردارى ورکوي چې که دا ډول گواښنې دوام ومومي د روغتىاىى اسانتياو نشتوالى به دناامنىو ترڅنگ هلمندمىشتوته بله ستره ستونزه جوړه کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت