BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2006 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې دبرتانوي عسکرو پوځي روغتون

هلمند کې برتانوي ځواکونه
هلمند کې په زرگونو برتانوي ځواکونه ميشته دي
د هلمند ولايت په سپيرو دښتو كې د برتانوي عسکرو د لوى مركزپه زړه كې داسې يو ۴۶ بستره ايز روغتون جوړشوى چې دوسايلوله كبله په ټوله معنى بشپړ ښکاري.

ښايي د شونتياوو او يوه ناروغ ته بيا تر ټولو مهم د چوپړ كولو او يا هم په ژبه د نه پوهيدو سره سره د ښځينه روغتياپالو له خوا په ډيرې مهربانۍ چال چلند يې د افغانستان په ډيرو روغتونونو كې ساريى ونلري، خو ددومره پر مختللو وساېلو او شونتياو شتوالى، د لړزانده خيمولاندې، داسې بريښي لكه د ونې پر څوكه چې دې ځاله جوړه كړې وي، ځكه له لږ تيزشمال سره درست روغتون ريږدي.

د جراحي دڅانګې مشر پيت زاورت پر يوه افغان پوليس عمليات ترسره كوي چې يوه مردكۍ يې پرشا او نورې يې پرپښو لګيدلي. دى وايي هڅه كوي د هډوكو احتمالي پاته شوې ټوټې له غوښې را وباسي.

دلته د برتانوي سرتيرو سربيره د افغان ملي پوځ او پوليسو درملنه هم كيږي، خودم ګړۍ پر كټونو پراته ناروغان ډيرى عام وګړي دي.

ځينې دطالبانو او ځينې پخپله د برتانويانوپه ډزو ټپيان شوي دي. نوزاد ولسوالۍ كې د يو نيم جريب ځمكې د بزګر نورمحمد ۶ اولادونه بيا كور كې دننه د پخلي پرمهال د لرګيو يا د سويلي ولايتونوپه اصطلاح د بوټو په منځ كې د ناچاودلي توكي د چاودلو له كبله سوځلي.

له پيښې وروسته د نورمحمد اولادونه په ګاډي او چورلكې كې دده په وينا په زغاسته روغتون ته را ورسول شول. اوس دده يوه لور د خداى پامانۍ په څانګه كې ده يعنې ډير ژر به له روغتونه رخصته شي، ۵ نور اولادونه يې تر درملنې لاندې دي. خو كه د زرګونو نورو افغانانو په څير د نورمحمد اولادونه هم روغتون ته نه وى رسول شوى ده به څه كړي و؟

د ناروغانو په كتار كې له برتانويانو ګيله من او ددوى په مردكيو ټپيان شوي ناروغان هم په بنداژونو پوښلي پراته دي. شل كلن تورجان وايي دى د ګرشك ولسوالۍ دامنيې د قومندانۍ سرتيرى دى خو برتانويانو په تيروتنې د طالب شك پرې كړى، پر اوږې او زنګنو يې ټپي كړى او اوس د همدغو ځواكونود روغتون په بستركې پروت خوا بدى نه دى خو رنځور ځان ته په كتنې يوازې يو ارمان كوي.

د چلند له پلوه نورمحمد هم له تورجان سره همغاړى دى او له خپلو اولادونو سره د روغتياپالو يا نرسانو مهرباني له انظاره لوړه بولي.

په داسې يوه روغتون كې د درملنې شرايط څه دي؟ تورجان وايي كله چې دى ټپي شو برتانويانو ته يې ځان هغه كس ور وپيژنده چې لسيزې وړاندې به خلكو روسانو سره د راكړې وركړې او يا د مرستې د ترلاسه كولولپاره ورپيژنده، ډيره آشنا كلمه، " دوست "

د روغتون چارواكي وايي د هلمند په ډيرو ولسواليو كې ددوى د روغتون څانګې شته، لومړى هورې او له هغه وروسته ناروغ دغه لوى روغتون ته را ليږدول كيږي.

روغتون كې د بيړنيو پيښو او د روغتياپالو د څانګې مشر تورن فرنك كيلي وايي دوى د ناروغانو په منلواو له هغوى سره په چلند كې هيڅ ډول ملاحظه نه مني. دده په وينا دوى ته ټول ناروغان او مرستې ته اړ كسان دي.

خو كه د جګړې په ډګر كې كوم طالب لاس ته ورشي او يا طالب د عام وګړي په ګمان تر دغه روغتونه را ورسيږي؟

دى وايي:-- د طالبانو هم كټه مټه د نورو ناروغانو په ډول درملنه كيږي، په اړتياو يې ځان پوه كوو، هماغسې درملنه به يې كيږي لكه دلته چې د هر يوه راوستل شوي تن كيږي.

د روغتون چارواكي وايي چې كه د ناروغ درملنه دلته ناشونې وي، د بريتانيې برمنګم ښار كې ددغه روغتون تمويلونكي روغتون ته استول كيږي.

كه څه هم د برتانويانو په ټول مركزكې د خښتو يا خټو ودانۍ نشته، خوتكل دا دى چې تر راتلونكو دوو درې مياشتو روغتون ته پركلكو ستنو ولاړه ودانۍ ورغول شي.

وروسته له دې چې سهيلي ولايتونو كې د امنيت واګې له ائتلافي ځواكونو نه برتانويانو ته وليږدول شوې، جګړو لا ډير زور واخست، طالبان ترپخوا پياوړي شول او بريتانيويان يې وننګول.

برتانويان بيا بيا وايي طالبانوسره جګړييزې ښكيلتياوې موقع نه وركوي چې له ژمنې سره سم دبيارغونې چارو ته مټې را ونغاړي.

څرګنده ده چې د اوس په څير ناآرامه شرايطو كې چې له يوې خوا روغتونونو ته كلكه اړتيا شته او له بل لوري د هلمند په څېر نا آرامه ولايت كې يې جوړول ناشونې بريښي، په سپيرې دښتې كې پرتې همدغومره شونتيا ته لاس رسى هم د شپږو سوځيدلو ماشومانو د پلار نور محمد په وينا، دټپي كيدوپرمهال ژوندي پاتې كېدو ته د هيلې څريكه ده

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت