|
د هلمند د هوايي ډگر کار مخ په بشپړيدو دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند په جگړه ځپلي ولايت کې د يوازيني هوايي ډگر د بيا رغاونې چارې د چارواکو په وينا مخ په بشپړيدو دي . د هلمند والي اسد الله وفا وايي د هوايي ډگر له جوړيدو سره به د ولايت اقتصادي وضعه د پام وړ بدلون ومومي . هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د کرکيلې خورا ښېرازه مځکې لري خو د مځکنيو او هوايي لارو نشتوالي بزگران اړ ايستي چې د کوکنارو په څير ناقانونه خو د ډيرې گټې کرکيله وکړي . د هلمند په مرکز لشکرگاه کې هوايي ډگر څلوېښت کاله وړاندې جوړ شوى و خو ځغاستليکه يې پخه نه وه . د بست کلا ته نژدې پروت دغه هوايي ډگر د جگړو په کلونو کې په کندو کپرو بدل شو . د طالبانو له واکمنۍ وروسته او په ځانگړې توگه هلمند ته د برتانوي سرتيرو له راتگ سره پر دغه هوايي ډگر د الوتکو د الوت بهير گړندى شو . خو تير کال د خرابې ځغاستليکې له امله دوه الوتکې د کښېنتو پر وخت ولويدې چې په يوې کې يې مرگ ژوبله هم پېښه شوه . تر ټولو مهمه او د پام وړ پېښه هغه وه چې په افغانستان کې د برتانيا د سفير الوتکه هم د کښېنستو پر وخت ولويده . د همدغو پېښو د مخنيوي اود چارواکو په وينا د هلمند د اقتصادي ښېرازۍ په هيله د نژدې دوه نيم کيلومتره اوږدې او پنځوس متره پسور لرونکې ځغاستليکې کار د ولايتي بيا رغاونې د ټيم يا پي ار ټي له خوا په بشپړيدو دى . د هلمند والي اسد الله وفا بي بي سي ته وويل چې د هوايي ډگر له پخيدو سره به دغه ولايت ته د تگ راتگ چارې لا اسانه او لنډې شي . ښاغلي وفا وويل ډير ژر به اريانا افغان هوايي شرکت هم لشکرگاه ته له کابله الوتنې پيل کړي . هلمند يو له هغو ولايتونو څخه دى چې مځکه يې خورا ښېرازه ده . خو بزگران يې وايي چې د حاصلاتو لپاره يې بازار نشته . همدا د ځينو په گومان يو له هغو دلايلو دى چې په هلمند کې کوکنار ډير کرل کيږي . چارواکي هيله من دي چې د هوايي ډگر په جوړيدو او د لارو په پخيدو به ښايي د کوکنارو د ناقانونه کرکيلې په مخنيوي کې هم مرسته وشي . | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې مخدره توکي نيول شوي دي27 نومبر, 2006 | خبرونه د هلمند سپيره دښته اود برتانوي سرتيرو د باستين کمپ03 مۍ, 2006 | خبرونه هلمند کې لرغوني اثار وموندل شول15 اپريل, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه هلمند کې پر کروندو دارو شيندل شوي 05 فبروري, 2005 | خبرونه په هلمند کې ٣٠ زره جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه09 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||