BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:35 گرينويچ 2005 ,09 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې ٣٠ زره جريبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه
News image
هلمند په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې لوى مرکز و

د هلمند والي شير محمد اخوند بي بي سي سره په خبرو کې ويلي دي چې په خپل ولايت کې به له دې وروسته يوه لوېشت خاوره هم د کوکنارو کرکيلې ته پرې نه ږدي .

ښاغلي اخوند وويل دوى په دغۀ ولايت کې ٣٠ زره جريبه مځکه له کوکنارو پاکه کړې ده .

دا چاره تر هغه وروسته وشوه چې دغلته بزگرانو ته د ٢٠ ورځو وخت ورکړل شوى و چې د کوکنارو له کرکيلې لاس واخلي که نه نو له قانون سره سم به سزا ورکړي .

د هلمند والي وويل دوى نهو زرو کسانو ته له دولتي اداري چوکاټه دباندې کار ورکړى دى .

هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د کوکنارو کرکيلې پکې خورا زياته ده .

ښاغلى اخوند وايي دى به د هلمند په ولايت کې د مخدره توکيو قاچاق ته هم اجازه ورنه کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت