BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:35 گرينويچ 2006 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند کې ٤ البانيا يان تښتول شوي دي
هلمند
د هلمند پوليس د تښتول شوو کسانو په ا ړه پلټنې کوي
افغان چارواکي وايي ٤ تنه البانيايان چې يو د يو جرمني شرکت لپاره ېې په هلمند کې کارکوه د شنبې په ورځ د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي

دهغوى سره ٤ تنه افغانان هم تښتول شوي وو خو د يکشنبې په ورځ دغه ٤ تنه افغانان خوشې شول خو د البانيايانو د برخليک په اړه نور معلومات ندي ترلاسه شوي

د شنبې په ورځ قاري محمد يوسف ، چې ځان ېې دطالبانو وياند ښوده خبري آژانسونو ته وويل چې دا کسان دوى تښتولي دي .

د يکشنبې په ورځ د ايکولوگ په نامه د يو جرمني شرکت يو مامور وويل دا ٨ کسان هغه وخت د شنبې ( د کب ٢٠) په ورځ د گرشک په سيمه کې وتښتول شول چې د سروې په کار بوخت وو

هغه وويل د ايکو لوگ شرکت د امريکا او افغانستان په پوځي اډو کې د ناپاکو اوبو د سمبالولو په چارو کې کار کوي

د کندهار والي ، اسد الله خالد ، وويل چارواکي ددغې پيښې په هکله په پلټنو بوخت دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت