|
افغان دولت: گيرو ولسوالي مو بيرته نيولى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکې وايي چې د غزنې د گيرو ولسوالۍ پر مرکز د پنجشنبى په شپه طالب ياغيانو بريد وکړ او دوه جگپوړي چارواکې يې ووژل . د غزني والي معراج الدين پټان وويل چې طالبانو د پنجشنبى په شپه د څه باندې يوه ساعت لپاره د افغان پوليسو سره وجنگيدل او د گيرو پر ولسوال سربيره يې د پوليسو مشر او درې نور پوليس ووژل. والې وويلي چې دوي د گيرو ولسوالۍ مرکز هم د څه وخت لپاره له لاسه ورکړ خو بيا يي د ناټو ځواکونو په مرسته بيرته ونيوه . خو د طالبانو يو وياند ويلي چې سيمه اوس هم ددوى په لاس کې ده. د غزنې والي زياته کړه چې د طالبانو د ځپلو لپاره يي کورني او بهرني ځواکونه سيمي ته استولي چې د ولسوالۍ مرکز يي اوس په لاس کې دى. هغه همدارنگه وويل چې د ولسوالۍ وداني سوزول شوى نده. قاري يوسف احمدى چې ځان د طالبانو وياند بولى بي بي سي ته وويل چې د گيرو د ولسوال او د امنيت د قوماندان په گډون يي په دغه بريد کې له دولتي ځواکونو څخه اته تنه وژلى او درې يي ژوندې نيولى. او دوه موټرونه هم د طالبانو لاس ته ورغلى دي. قاري يوسف ادعا کوي چې د پنجشنبى د ماښام څخه يي د گيرو ولسوالي په لاس کې ده او د ولسوالۍ ودانۍ ته يي اور اچولى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||