BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:31 گرينويچ 2008 ,02 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
''مشرف د جمهوريت په جامه کې دکتاتور''
پرويز مشرف
په پاکستان کې د ازاد او بې پرې ډول د ټاکنو په تر سره کولو شکونه شته دي
د بشري حقونوامريکايي مېشتې نړيوالې ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو په حالت اندېښنه ښوولې او ولسمشر پروېز مشرف يې د جمهوريت په جامه کې يو دکتاتور بللى دى.

دغۀ سازمان په خپل کلني راپور کې د مشرف د ملاتړ له امله په برتانيا او امرىکا هم کلکې نيوکې کړي.

راپور وايي چې دمگړۍ په پاکستان کې د راتلونکو ټاکنو په ازاد ډول د تر سره کېدو په اړه شکونه دي او د حکومتي کانديدانو په برخه کې درغلۍ شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په اړه ويلي چې که څه هم ولسمشر پروېز مشرف د هغې د مړينې تور په القاعده ور اچوي خو زياتوي چې د مېرمن بوټو د وژنې د ځاى پرېمينځل او ځېنې نورو ورته کارونو خلک شکمن کړي چې گواکې د هغې په وژنه کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري.

سازمان د پاکستان د پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودري او د هغه د نورو ملگرو قاضيانو او د هغوى د کورنيو نظربند ساتل په کلکه غندلي دي.

راپور زياتوي چې د مشرف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته اى ايس اى او نورو استخباراتي ادارو له گڼو وکيلانو پوښتنې کړي او سخت يې زورولي دي.

زورونه
 راپور زياتوي چې د مشرف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته اى ايس اى او نورو استخباراتي ادارو له گڼو وکيلانو پوښتنې کړي او سخت يې زورولي دي.
د بښنې نړيواله ټولنه

دغۀ سازمان د بلوچستان په حالت هم اندېښنه ښوولې او زياتوي چې هلته د حکومت او بلوڅ جنگياليو تر منځ د ستونزې د حل لپاره يوازې په پوځي لارې ټينگار کيږي.

په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د پاکستان په اړه ويل شوي: ''که څه هم امريکا، برتانيا او اروپايي ټولنه په پاکستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ولسمشر مشرف په رول نيوکه کيږي خو وايي چې ددې هيوادونو په ويلو او عمل کې لوى توپير دى''

د بښنې نړيوال سازمان ولسمشر پرويز مشرف د جمهوريت په جامه کې د يو دکتاتورپه توگه ياد کړى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت