BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:04 گرينويچ 2007 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال مشرف : روانه اوونۍ پوځ پريږدم
مشرف
پرويز مشرف وايي د پنجشنبې په ورځ به پوځي جامه پريږدي
د پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف يوۀ وياند ويلي ښاغلى مشرف به د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر ٢٩ ) د پوځ د لوى درستيز څوکۍ او جامه پريږدي .

په دغه ورځ دى د دويمې دورې لپاره د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره لوړه کوي .

له ١٩٩٩ کال څخه راهيسته جنرال مشرف د لوى درستيز او ولسمشرۍ دواړه څوکۍ درلودې خو په دې وروستيو کې يې ژمنه کړې وه چې که بيا د ولسمشر په توگه وټاکل شو نو پوځي جامه او څوکۍ به پريږدي .

د جنرال مشرف له غاړې تر دې اعلان لږ وړاندې پاکستان ته بيا ستانۀ شوي پخواني لومړي وزير نواز شريف وويل دى به د پرويز مشرف په شته والي کې د حکومت مشري ونه مني .

نواز شريف چې په روانه اوونۍ کې له سعودي عربستان څخه بيا پاکستان ته ستون شو د جنوري د مياشتې په ټول ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره غوښتنليک سپارلى دى .

خو ښاغلي شريف او د پاکستان يوې بلې پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو دواړو ويلي دي چې که جنرال مشرف د جنوري د مياشتې د سمو ټول ټاکنو ژمنه پر ځاى نه کړه نو دوى په وروستيو شېبو کې هم له انتخاباتو بايکاټ يا شلون کولى شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت