BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:04 گرينويچ 2007 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نواز شريف کور ته ستون شو
په لاهور کې د نواز شريف د هرکلي لپاره يې پلويان راټول شوي
په لاهور کې سره له دې چې د شريف يو شمېر پلويان پوليسو نيولي، خو ډېر نور يې د رسېدو لپاره شېبې شمارې
د پاکستان پخوانى لومړى وزير نواز شريف له اتۀ کاله جلاوطنۍ وروسته نن خپل هېواد ته ستون شو.

دى له سعودي عربستان څخه لاهور ته والوت چې هلته يې پلويان د نمانځنې لپاره لا له مخکې سره ټول شوي دي او ټينگ امنيت نيول شوى دى. د ښاغلي شريف په سلگونو پلويان د دۀ د راتگ په درشل کې د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

کله نواز شريف نژدې دوه مياشتې مخکې له لندن څخه اسلام اباد ته ستون شو، له هوايي ډگره بهر پرېنښودل شو او څه ساعته وروسته سعودي عربستان ته يووړل شو.

خبريالان وايي دا ځلې که څۀ هم په هېواد کې بېړنى حالت لگېدلى، خو د ښاغلي شريف لپاره حالات هومره ترينگلي نه دي لکه په سپتمبر کې د دۀ د ستنېدو پرمهال.

د حکومت چارواکو ويلي چې ښاغلي شريف ته به اجازه ورکړل شي چې خپل هېواد ته ستون شي ځکه دۀ مخکې له ولسمشر جنرال پروېز مشرف سره جوړجاړى کړى دى. د شريف د دوه مياشتې مخکې ستنېدو خلاف، دا ځل دى جنرال مشرف ته مخامخ گواښ نه پېښوي ځکه هغه اوس د دويمې دورې لپاره ولسمشر ټاکل شوى او ټاکنې ختمې دي.

د نواز شريف ستنېدنه په داسې مهال کې کېږي چې د جنوري د اتمې د پارلماني ټاکنو لپاره د کانديدانو نومليکنه پيلېږي.

د يوې بلې پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په گډون د مخالفو گوندونو مشران تر اوسه په پارلماني ټاکنو کې د برخې اخيستلو په اړه سره وېشلي دي. ځينې يې وايي دوى به پرېکون کوي، خو نور بيا زړۀ نازړۀ وايي چې په ټاکنو کې به برخه واخلي.

د نواز شريف د راتگ لپاره ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي دي. تېره مياشت د بېنظير بوټو د ستنېدو لپاره د هرکلي په کتارونو کې دوو چاودنو تر ١٣٠ زيات کسان ووژل. خو نواز شريف ته د سعودي عربستان د پاچا عبد الله لخوا د گولۍ گاډى ورکړ شوى چې د لاهور له هوايي ډگره وروسته به پکې گرځي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'
10 سپتمبر, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت