|
د پاکستان د مخالفو گوندونو مشران ونيول شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې پوليسو د مخالفو سياسي گوندونو ځينې هغه مشران نيولي چې ويلي يې وو د ولسمشر پروېز مشرف د بيا ټاکل کېدو د مخنيوي هڅې به وکړي. چارواکي وايي د لسگونو کسانو د نيول کېدلو امر شوى چې د گډوډيو مخه ونيول شي. د نيونو لپاره په نښه شوي گوندونه د پخواني لومړي وزير نواز شريف د مسلم ليگ او د جمعيت علماء اسلام اسلامپال گوندونه دي. ولسمشر مشرف غواړي په راتلونکي مياشت کې د فيدرالي ولايتي شوراگانو لخوا يو ځل بيا د ولسمشر په توگه وټاکل شي. د پوليسو يوۀ لوړپوړي چارواکي رسنيو ته ويلي چې دوى دغه نيونې د عامه نظم د ساتنې په موخه کړې دي. وايي د په نښه شويو کسانو په نيونه سره يې د سترې محکمې مخې ته د داسې يوۀ لاريون مخه نيولې چې ښايي ستونزې يې جوړې کړې واى. په نيول شويو کې د نواز شريف د مسلم ليگ گوند سرپرست مشر جاويد هاشمي هم دى. دۀ په خپلو خبرو کې د جنرال مشرف له لوېديځوالو ملاتړو غوښتي وو چې پر ولسمشر فشار راوړي چې د ولسواکۍ هغه معيارونه وساتي چې لوېديځې ټولنې ورڅخه برخمنې دي. ښاغلي هاشمي ويلي و: ''دوى (ولسمشر مشرف) پر هېواد باندې د توپک په زور واکمن دي. دوى گمان کوي چې د ځواک سرچينه پوځي يونيفورم دى، نه خلک.''
د جمعيت علماء اسلام له سختدريځې اسلامي ډلې څخه هم حافظ حسين احمد نيول شوى دى. مخالفو گوندونو ويلي دوى به ټولې هڅې وکړي چې له بيا ولسمشر کېدو څخه د ولسمشر مشرف په مخ کې خنډونه جوړ کړي. يو له دغو چلونو څخه چې غواړي ولسمشر مشرف ته ستونزې وپنځوي، له اسامبليو (شوراگانو) څخه استعفا کول، لويې مظاهرې جوړول او د ټاکنيز کمېسيون هڅول دي چې د جنرال مشرف د کانديدۍ پاڼې ونه مني. | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان پوځ د وسله والو تر گوزارونو لاندې19 سپتمبر, 2007 | خبرونه مشرف به د پوځ له مشرۍ 'لاس واخلي'17 سپتمبر, 2007 | خبرونه نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'10 سپتمبر, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||